1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د وضعيت په اړه د تاجيکستان انديښنې

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۰ مهر ۲, جمعه

د تاجيکستان جمهور رئيس له ملګرو ملتونو څخه په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کولو او يوه ټول شمول حکومت د رامنځته کولو له پاره د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/40oFq
Tadschikistan Präsident Emomalii Rahmon
انځور: Getty Images/AFP/A. Jocard

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د تاجيکستان د ولسمشر امام علي رحمان د وينا اصلي محور د افغانستان ناوړه وضعيت وو. نوموړي په خپله وينا کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو له کبله انديښنه څرګنده کړه.

نوموړي وويل چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو رسېدل چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ځای لري، د سيمې سیاسي بهير پیچلی کړی دی.

رحمان خبرداری ورکړ چې د افغانستان وروستي تحولات په ځانګړي توګه د هيواد سياسي او بشري بحران د سیمې امنيت او ثبات په جدي توګه تهديدوي.

د تاجيکستان جمهور رئيس ويلي دي، دا چې هيواد یې له افغانستان سره ۱۴۰۰ کيلومتره ګډ سرحد لري نو حکومت او خلک یې د افغانستان د اوسني بحراني وضعيت په اړه بې تفاوته نه شي پاتېدلای.

هغه زياته کړه چې طالبانو خپله ژمنه چې د يوه ټول شموله حکومت چې د هر قوم استازي او سياسي څېرې به پکې ګډون ولري، نه ده پرځای کړې چې دې کار جدي اندیښنې رامنځته کړي دي. هغه وويل: «تاجيکستان د افغانستان له خلکو سره هر ډول بې قانوني، زور، وژنه او ظلم په جدي توګه غندي.»

نوموړي د بشري حقونو پر پلوي سازمانونو د نيوکې په توګه وويل چې په دغه هېواد کې د نورو قومونو د مليتونو د حقونو څخه سرغړونه او همدا راز د ښاريانو آزادي په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو څخه د سرغړونو په تړاو چپتيا غوره کړې او آن د دې وضعيت په اړه غږيږي هم نه.

تاجیکستان تر ۱۰۰ زرو افغان مهاجرو ته د ځای ورکولو تياری نيسي

په دې وروستيو کې داسې رپوټونه لاس پر لاس کيږي چې د پنجشير د مقاومت جبهې مشرانو د تاجيکستان له مشرانو سره ليدلي دي او له هغوی څخه یې د مرستې او ملاتړ ژمنه ترلاسه کړې ده، خو دا رپوټونه په رسمي توګه نه دي تائيد شوي.

امام علي رحمان د پنجشير وضعيت ته په اشارې سره وويل: «د پنجشير په پېښو کې موږ د نړيوالو بشري قوانينو څخه د ناوړه سرغړونو شاهدان وو.» هغه زياته کړه: «د دغه هېواد خلکو ته آن د خوراکي توکو او بشري مرستو د رسيدو لارې تړل شوي وې او آن د ملګرو ملتونو ځانګړي بنسټونه او د سره صليب نړيواله کميټه نه وه توانيدلې چې پنجشير ته داخله شي.»

د زندانيانو آزادول د سيمې او نړۍ امنيت ته ګواښ دی

د تاجيکستان جمهور رئيس په خپله وينا کې په افغانستان کې د زندانيانو د آزاديدو په اړه هم انديښنه څرګنده کړه او ویې ويل چې د زرونو ترهګرو آزاديدل د نړۍ او سيمې امنيت ته جدي ګواښ دی.

نوموړي په دې اړه وويل: «مختلفو ترهګرو ډلو په دغه هېواد کې پښه ټينګه کړې ده او فعاليت کوي. موږ په دې ترڅ کې په افغانستان کې له زندانانو څخه د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د زرونو بنديانو د آزادېدو شاهدان يوو.» هغه زياته کړې: «دا د تاسف ځای دی چې افغانستان به يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو په پټنځای بدل شي.»

ولسمشر رحمان ټینګار وکړ چې که څه هم چې نه غواړي د دغه هېواد په داخلي چارو کې مداخله وکړي، خو د افغانستان د سياسي او امنيتي ستونزو د حل له پاره په دغه هېواد کې د ټاکنو غوښتونکی دی.

مسکو: له تاجيکستان سره په سرحد کي تاوتريخوالی دقيق څارو

هغه وويل چې د خلکو د ګټو په نظر کې نيولو پرته د هر ډول حکومت رامنځته کول، ناوړه پايلې له ځانه سره لري. هغه وویل: «له همدې کبله نړيواله ټولنه د افغانستان د قومونو او مليتونو او د دغه هيواد د ګاونډيانو د غوښتنو په مقابل کې بايد بې تفاوته ونه اوسي.»

د تاجيکستان جمهور رئيس د افغانستان د معضلې د حل له پاره د ټولو قومونو د استازو ترمنځ د پراخو مذاکراتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه څو په دغه هېواد کې سوله او ثبات تامين شي.

امام علي رحمان همدا راز يادونه وکړه چې تاجيکستان پر نړيوالو سازمانونو په ځانګړي توګه ملګرو ملتونو او سره صليب غږ کړی دی چې د افغانستان خلکو ته ژر تر ژره بشري مرستې ورسوي.

نوموړي پر دې سربیره په دې آند دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې به د ترهګرۍ خطر، تندلارتوب او د مخدره موادو قاچاق تاجيکستان تهديد کړي. له همدې کبله نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.