1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

الکترونیکې سګرټ نور هم خطرناک دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

الکترونیکی سګرټ څومره خطرناک کیدلې شي؟ پرې اضافه شوی بوي او خوشبوې څه پايلې لری؟ په امريکا متحده ایالاتو کې دغې موضوع ته ډير پام راګرزيدلې. په اروپا کې بیا په دې اړه هيڅ کومه ناوړه پيښه نه ده په ګوته شوې.

https://p.dw.com/p/3Pwnq
USA elektronische Zigaretten Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Y. Huh

د امريکا رسمي مقاماتو د ارقامو پر اساس په دغه هیواد کې  د سږو ناروغانو شمير ډير شوې. په ورته وخت کې د CDC روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، له دغې شمیر څخه ۵۳۰ پيښې په نظر کې نيول شوې. تر اوسه پورې د الکترونيکی سګرټو له کبله د مړيني شپږ پيښو په اړه رپوټ ورکړل شوې.

د الکترونیکی سګرټو هټۍ

 FDA د څارنې استازي په وینا د دوی کار کوونکو تر اوسه پورې ۱۵۰ شکمنې بيلګې راټولې کړي دي. تر اوسه لا څرګنده نه ده چې کومه ماده د سږو سرطان د رامنځ ته کيدلو سبب شوې ده. په هر حال ډير اخته کسانو دغه څکوونکي مواد له تور بازار څخه رانيولي د چې د THC مادې درلودونکي دي او دوی څکلي دي. د CDC روغتیا پالنې له دفتر څخه انه شوشات وویل: «دغه څيړنې پيچلې وې او چټکه پايله ژر نه تر لاسه کيږي.» د روغتیا ساتني کارکوونکي په لومړې ځل په جولای مياشت کې د الکترونیکې سګرټو د څکلو له کبله په خلکو کې ناروغيو ته پام راوګرزيد.

USA E-Zigaretten-Shop in San Francisco
انځور: Getty Images/J. Sullivan

خوشبوی

د امريکا دولت همدا اوس په پام کې لري چې الکترونيکی خوشبوي لرونکي سګرټو باندې سرتاسري بنديز ولګوي.

په امريکا متحده ایالاتونو کې په خاصه توګه د ځوانانو تر منځ په سګرټو کې خواږه لرونکي مادې ګډول محبوبیت لري. په نيويارک او ميشيګان ايالتونو کې له دغه بنديز څخه مخکې يې پر دغه ډول خوږو لرونکو محصولاتو بنديز لګولی دی.

د تمباکو لوي شرکتونه د نوي پيرودونکو په لټه کې د E سګرټو اعلانونه کوي: د دوی په وینا دا محصولات د دويزو سګرټو په پرتله خورا لږ خطرناک دی او کولی شي له سګرټ څکوونکي سره مرسته وکړي چې په بشپړ ډول "خوندي" بدیلونو ته واوړي. په جرمنې يا اروپا کې تر دې دمه د ورته ناروغیو ډيريدل نه دي پيژندل شوي.