1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان په افغانستان کي د ځواکونو شمېر کموي

۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبه

د المان حکومت پتېيلې ده، چي د ۲۰۱۴ کال د فيبرورۍ تر مياشتي پوري په افغانستان کي د خپلو سرتيرو شمېر له نزدې ۴۸۰۰ تنو څخه ۳۳۰۰ ته را کښته کړي.

https://p.dw.com/p/16jWl
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو جنگي ماموريت چي په پلان کي دی دوه کاله نور به هم دوام وکړي، د المان پوځ نزدې۴۸۰۰ تنه سرتيري هم پکښي په دنده بوخت دي.

د الماني سرتيرو دغه جنگي ماموريت چي ترډيره د افغانستان په شمال کي دئ او دغه راز له ازبکستانه د اکمالاتي لاري امنيت ئې ساتلی دی، د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ تر مياشتي پوري د دغه هيواد د پارلمان له خوا منظور سوی دئ.

اوس د المان حکومت په پلان کي لري چي تر هغه وخته پوري د دغه هيواد د پارلمان استازو ته د افغانستان د ماموريت په اړه داسي پلان وړاندي کړي، چي هغوی ته د منلو وړ وي.

د المان د بهرنيو او دفاعي چارو وزيران توماس ديميزير او گيدو ويستر ويله
د المان د بهرنيو او دفاعي چارو وزيران توماس ديميزير او گيدو ويستر ويلهانځور: Reuters

د المان د دفاع وزير توماس ديميزير په دې اړه په برلين کي وويل:«د نوي پوځي ماموریت چوکاټ د پوځي شرایطو د وضعیت پر بنسټ جوړ سوی دئ، پر دغه پلان باندي په نړیواله کچه سلا مشورې سوي دي او له سیاسي لحاظه ئې مسئولیت د منلو وړ دئ، ځکه نو زه فکر کوم چي دغه پلان به د المان د فدرالي شورا له خوا په ستر اکثریت سره تصویب سي.»

په پلان کي ده، چي د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ تر مياشتي پوري په افغانستان کي د الماني عسکرو شمېر تر ۳۳۰۰ تنو پوري راکښته سي، او په پام کي ده چي د دغه ځواکونو د نوي ماموريت موده به ۱۳ مياشتي وي.

د دغه ماموريت پر عمده ټکو باندي د المان پارلمان له اپوزيسيون سره لا واردمخه خبري اتري سوي دي.

د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله، وايي چي په افغانستان کي افغانانو ته د امنيتي مسئوليتونو د سپارلو پروسه روانه ده، او له هغه هيواده له خپلو متحدينو سره په گډه د راوتلو پروسه به هم داوم ولري. خو يو شی روښانه دی، چي يوه تل پاتې سوله يوازي د یوې «سیاسي پروسې» له لاري راتلای سي. خو دغه پروسه بايد پوځي ملاتړ ولري.

د افغانستان په شمال کي المانی پوځ
د افغانستان په شمال کي المانی پوځانځور: picture-alliance/dpa

ويستر ويله وويل، چي تر ۲۰۱۵ کال وروسته به هم نړیواله ټولنه افغانستان يوازي پرې نږدي او هلته به حضور ولري. خو دغه نوی ماموريت به جنگي نه وي.

المان هر کال د افغانستان د بيا رغاوني په برخه کي نزدې ۴۳۰ ميليونه يورو مرسته کوي، چي په دې کي د افغان امنيتي ځواکونو روزنه هم شامله ده.

د المان د دفاع وزير توماس ديميزير چي په روانه اوونۍ کي ئې افغانستان ته سفر کړی وو، د دغه هيواد امنيتي وضعه ښه وبلله. خو د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله وويل: «مهمه خبره دا ده چي د افغانستان له وضعیت څخه د واقعیت پر بنسټ ولاړ انتظار ولرو. که چیري چا داسي تمه لرله چي گويا له افغانستان څخه باید د سيمي یو دیموکرات سویس جوړ سي او بیا خپل جنگي سرتیري وباسو، نو باید پوه سو چي دغه شان تمي بې ځایه وې او دي.»

زابينا/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب