د غلا سوو زیوراتو د معلوماتو پر سر نیم ميلیونه يورو جايزه
۱۳۹۸ آذر ۸, جمعهدغه زيورات څلور ورځي دمخه د دریسدن د «ګرونیز ګیوابله» له موزیم څخه چې په اروپا کې د خزانو تر ټولو لویه مجموعه ده، غلا سول. اوس د دریسدن پولیسو او لويي څارنوالۍ خبر ورکړی دی چي که څوک د دغي پيښي د وضاحت، د مجرم د نیولو او یا د غلأ سوو زیوراتو په پیداکولو کې مرسته وکړي، نو ۵۰۰۰۰۰ یورو نقدي جایزه به ورکړي.
له موزیم څخه تر دغي حیرانوکي غلا وروسته پولیسو ویلي ول، چي غله د دوشنبې په ورځ سهار وختي (د نومبر میاشتي ۲۵ مه نیټه) دې موزیم ته ننوتلي او دغه قیمتي خزانې یې غلا کړې.
په امنیتي کمرو کي دوه غله لیدل سوي دي چي د موزیم له کړکۍ څخه ور ننوتي او بیا وروسته د یوې نقلیې وسیلې په واسطه له محل څخه په تېښته باندي بریالي سوي دي.
پولیسو روښانه کړې ده چي د دې امکان سته چې په دې قضیه کي دي نور کسان هم ښکیل وي.
د پولیسو په خبره غلو د موزیم تاریخي برخه چي پر دوو برخو ویشل سوې ده، خپل هدف ګرځولې وه. د چارواکو په خبره، غله د ۱۸مي پیړۍ د جواهراتو د دوو بستو په غلا کولو توانیدلي دي چي ارزښت یې ډیر لوړ دی.
که څه هم په دې جواهراتو کې د کارول سوو قیمتي فلزاتو او ډبرو بیه ډیره لوړه نه وه، خو د چارواکو په خبره د غلا سوو اثارو تاریخي ارزښت ډیر زیات دی.