1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان خپله دویمه لوبه هم وګټله

۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعه

د ښځو د فټبال په اتلولیو کي ‎پرون «پنج شنبه» د المان لوبډلي نایجیریا څخه لوبه وګټله او فرانسه د کانادا په وړاندي بریالۍ شوه. په دغه ترتیب سره المانۍ لوبډلي د ښځینه فټبال د نړیوالو سیالیو اته غوره ټیمونو ته لاره پیدا کړه

https://p.dw.com/p/11nJ9
د المان او نایجیریا ترمنځ لوبه
د المان او نایجیریا ترمنځ لوبهانځور: AP

پرون جرمني د ناجیريا په وړاندي یو سخته لوبه تر سره کړه. د لوبي لومړۍ نیمايي پرته له کوم ګوله پای ته ورسیده خو د لوبي په دویمي نیمایي کي بیا د المان د لوبډلي لوبغاړي، سیمون لاودیر، خپله لوبدله په یوه ګول سره بریالۍ کړه.

که څه هم نایجیریا ډیره ښه لوبه ترسره کړه، خو و نه توانيده چی کوم ګول ووهي. په دي ترتیب سره نو د نایجیریا لوبډلي و نه شو کولای چي د ښځینه فټبال د نړیوالو سیالیو اتو غوره تیمونه ته لاره پیدا کړي.

د فرانسی او کانادا ترمنځ وروستی لوبه
د فرانسی او کانادا ترمنځ وروستی لوبهانځور: AP

پرون د المان او نایجیریا د لوبی تر څنګ، د ښځينه نړیوال فټبال د لوبو په ترڅ کي فرانسي د کانادا په وړاندي لوبه ترسره کړه.

د دغي لوبي بریالۍ لوبډله د فرانسي تیم ؤ چی د څلورو ګولونو په وهلو سره د میدان اتله لوبډله پاتي شوه.

کاندايي لوبډلي و نه شو کولای چی د فرانسي يو ګول هم جبرال کړي او د دغو دواړو ټیمونو لوبه د څلور پر صفر پایلی سره پاي ته ورسیده.

په المان کي د ترسره کیدونکو ښځینه فټبال د نړیوالو اتلولیو په ترڅ کي به نن لومړی جاپان د مکسیکو په وړاندي ولوبیږي او وروسته به نوی زیلاند د انګلستان په وړاندي لوبه تر سره کړي.

د 2011 کال د ښځینه فټبال نړیوالی لوبي
د 2011 کال د ښځینه فټبال نړیوالی لوبيانځور: AP

د المان لوبډلي په 2003 او 2007 کلونو کي د ښځینه فټبال نړیوال کپ ګټلي او په روانو لوبو کي یي په خپلي لومړنۍ لوبي کي چي د کانادا په وړاندي ؤ د دوه ګولونو په وهلو سره، او دویمي لوبي کي چي د نایجیریا په وړاندي ؤ د یو ګول په وهلو سره بریا تر لاسه کړي.

رواني لوبي په المان کی ترسره کیږی او المانۍ لوبډله هم خبلي لوبي ښی ترسره کوي نو د دي خبري چانس چي المان دي د 2011 کال د ښځینه فټبال د نړیوال جام کټونکی شي، دیر دی.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم