1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعدې الظواهري د خپل مشر په توگه و ټاکه

۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبه

القاعدې ويلي الظواهري د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د دغي شبکې د مشر په توګه وټاکل سو او زياته کړې يې ده چي د امريکا او اسراييلو پر ضد به خپل جهاد ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/11bhK
الظواهري
الظواهريانځور: picture-alliance/ dpa

په يوې اسلامپاله ويب پاڼي کي د القاعدې په حواله ليکل سوي چي القاعدې الظواهري د مشر په توګه ټاکلی دی.

«د القاعدې د شبکي مشر، شيخ ايمن الظواهري، تر ډيرو مشورو وروسته د دغي شبکې د مشر په توګه ټاکلی دی.»

الظواهري چي د ډيري مودي را هيسي د القاعده شبکې د دوهم غړي په توګه پاته سوی دی وروسته له هغه د دغي شبکې د مشر په توګه وټاکل سو چي د روان کال د می په مياشتي کي امريکايي سرتيرو د پاکستان پلازمېني ته څيرمه د ايبټ آباد په سيمي کي د القاعدې د شبکې پخوانی مشر او بنسټ ايښودونکي ووژل سو.

په ويب پاڼه کي د القاعدې په حواله ليکل سوي چي دغه شبکه به د ظواهري تر مشرۍ لاندي د امريکا متحده ايالاتو او اسراييلو په وړاندي خپل جهاد ته ادامه ورکړي.

«موږ به د خدا په مرسته د امريکا، اسراييلو او هر هغه هيواد چي له دوی څخه ملاتړ کوي په وړاندي خپلي جګړې ته ادامه ورکړو. زموږ جګړه به تر هغه وخت پوري ادامه پيدا کړي چي ټول اشغالګر هيوادونه د اسلامي هيوادونو څخه ووزي.»

د القاعدې لخوا په خپره سوې بيانيي کي همدا راز راغلي چي دغه شبکه د عربي نړۍ د پاڅونو څخه ملاتړ کوي.

«موږ د خپلو مسلمانو ورونو له پاڅونونو څخه ملاتړ کو چي د خپلو فاصدو حکومتونو په وړاندي يې تر سره کړي دي. دغو حکومتونو زموږ مسلمان ورونه په مصر، ليبيا، يمن، سوريه، مراکيش او تونس هيوادونو کي زورولي دي.»

القاعدې همدا راز پر ټولو هغو هيوادونو چي په کي د دولت په وړاندي مظاهري رواني دي ږغ کړی چي خپلو مظاهرو تر هغه وخت پوري ادامه ورکړي چي د امريکا لخوا حاکم سوي حکومتونو ړنګ سي.

شپيته کلن زواهري هم القاعدي د نورو مشرانو په سير د 2001 کال څخه را په ديخوا کله چي امريکا د تروريزم په وړاندي خپل جګړه اعلان کړه پټ دی.

ظواهري چي اوس د متحده ايالاتو له پاره تر ټولو غوښتلی کس دی، يو واري د درو کلونو له پاره په مصر کي زندان هم تير کړی دی.

هغه په 1980 کلونو کي له مصر څخه په داسي حال کي سعودي عربستان ته وتښتيد چي د مرګ د سزا سره مخامخ ؤ.

وروسته له هغي بيا دي د پاکستان پيښور ښار ته ولاړی چيري چي په افغانستان کي د وخت د شوروي په وړاندي د جګړې مرکز و. ظواهري د پيښور څخه افغانستان ته ورسيد او هلته د اسامه بن لادن د ځواکونو سره يوځای سو.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل