1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

القاعده شبکه: پاکستان مو د مشر میرمن نیولې ده

۱۳۹۸ شهریور ۲, شنبه

القاعدې شبکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور پورې کړی چې د شبکې د مشر ایمن الظواهري میرمن او د یادې شبکې د دوو نورو جنګیالیو کورنۍ یې د کابو یوه کال راهیسې نیولي دي. پاکستان تر اوسه پورې په دې هکله تبصره نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/3OPgb
Eiman al-Sawahiri und Osama bin Laden
انځور: picture-alliance/dpa/Ausaf

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په ۲۳ نیټه) د القاعدې شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې د پاکستان امنیتي دستګاه د دوی د ډلې د مشر ایمن الظواهري میرمن او همدا راز د یادې شبکې د دوو جنګیالیو کورنۍ د کابو یوه کال راهیسې نیولي دي.

القاعدې شبکې په اعلامیه کې د پاکستان پوځ «خاین» بللی دی. په یاده اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو کابو یو کال مخکې هغه مهال چې په وزیرستان کې هوايي بریدونو شدت وموند، د سیمې د ترک کولو پرمهال یې د شبکې د مشر میرمن او د دوو جنګیالیو کورنۍ نیولي دي.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي: «موږ د دې کار له پاره د پاکستان حکومت او د دې هیواد خاین امنیتي ځواکونه او د دوی امریکايي باداران مسوول ګڼو.» تر اوسه پورې د دغو ادعاوو په هکله پاکستان کومه تبصره نه ده کړې.

په ۲۰۱۱م کال کې وروسته له هغې چې د القاعدې شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو، مصري ایمن الظواهري د القاعدې شبکې د مشرتابه مسوولیت په غاړه واخیست. داسې باور کیږي چې نوموړی په همدې سیمه کې چیرته پټ ژوند کوي.

AP/KH/AWA

زموږ له آرشیف څخه: