1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي وليعهد ته د القاعدې خبرداری

۱۳۹۷ خرداد ۱۲, شنبه

القاعده شبکې په خپله یوه اعلامیه کې د سعودي عربستان اصلاح غوښتونکي وليعهد محمد بن سلمان ته خبرداری وکړی دی چې له هغو پروژو دې لاس واخلي چې د ګناهونو پر مبنا ولاړ دي.

https://p.dw.com/p/2yqI0
Saudi-Arabien Sänger Mohammad Abdu Konzert Dschidda
انځور: Getty Images/AFP/A. Hilabi

د امریکا د استخباراتي ډلې SITE په حواله په یمن کې د فعالي جهادي ډلې د سیمه ایز ګروپ له خوا په ترلاسه شوي پيغام کې د القاعده له خوا ویل شوي دي: «د بن سلمان په نوي دور کې جوماتونه په فلمي تیاترونو بدل شوي دي. هغه د ختيځ او لویديځ د مُلحدانو او بی دينانو خرافات د امامانو د کتابونو متبادل ګرځولي او د بد اخلاقۍ او فساد له پاره یې دروازې خلاصې کړي دي».

القاعدې په خپله بیانیه کې د اپریل په میاشت کې د WWE Royal Rumble  په نوم پر ترسره شوي آزادې کُشتۍ یا ریسلنګ هم نیوکه کړې، په کوم کې چې د ښځو او نارینه و له پاره ګډ ځایونه په پام کې نیول شوي ول.

په بیانیه کې ویل شوي دي چې «د آزادې کُشتۍ بهرني پهلونانو د مسلمانو ښځو او نارينه و په مخکې د خپل بدن پټ ځایونه ښکاره کړل او ډيرو یې د صلیب نښې اغوستې وي. لیکن فاسدانو یوازې پر دې اکتفا ونه کړه، بلکې تر څنګ یې هره شپه د موزیک کنسرتونه، فلمونه او د سرکس پروګرامونه هم جوړول».

سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خپل محافظه پاله سلطنت د عصري کولو له پاره د «معتدله اسلام» د ترویجولو ژمنه کړې. په دې لړ کې هغه یو شمیر اصلاحات هم په لاره اچولي دي. په دغو اصلاحاتو کې د نوي تعلیمي نصاب عملي کول هم شامل دي چې په دې لړ کې به د منع کړای شوي ګوند اخوان المسلمين چاپ کتابونه بند کړای شي. سربیره پر دې ښځو ته په سټیډیم کې د لوبو د نندارې او موټر چلولو اجازه هم ورکړل شوې ده.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: