1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

السيسي له خپلي دندې استعفا وکړه

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۷, پنجشنبه

د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السیسي د دفاع وزارت له څوکۍ څخه استعفا کړې ده، خو له سیاست څخه نه. د مصر دغه نوی پیاوړی کس غواړي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیداتورۍ له پاره چمتووالی ونیسي.

https://p.dw.com/p/1BWa6
انځور: Reuters

فیلد مارشال عبدالفتاح السیسي د خپلې کاندیداتورۍ خبر تیره شپه په یوه تلویزیوني وينا کې ورکړ. السیسي په خپلو خبرو کې وویل چې دی د پوځ د مشرۍ او همداشان له حکومتي څوکۍ څخه استعفا کوي. د کاندیداتورۍ له پاره له خپلو دندو څخه استعفا کول یو شرط دی، ځکه چې د هیواد د مشرتابه څوکۍ ته یوازي یو ملکي کس ځان نومولای شي.

د رواني میاشتې په پیل کې السیسي دغه اقدام ته چمتووالی ښوولی وو. په هغه وخت کې فیلد مارشال السیسي دولتي خبري آژانس «مېنا» ته ولي ول چې د ولس اکثریت د ده کاندیداتوري غواړي او دی دغه غوښتنه له پامه غورځولای نه شي. د هغه په وینا مصر په اوسني وخت کې له یوه سخت پړاوه تیریږي او اوس د ولس، پوځ او پولیسو یووالی اړین دی.

په ولس کې د پوځ دغه مشر له محبوبیت څخه برخمن دی. خو د هغه مخالفین د یوه نظامي کس له واکمنۍ څخه انديښنه لري. آن که چیري السیسي په ټاکنو کې د ممکنه بریا له کبله د خپلو څوکیو څخه استعفا کړې ده، خو بیا هم مخالفین له یو مطلق العنانه واکمنۍ څخه ویره لري.

په اصطلاح د عربي پسرلي تر تیریدو درې کاله وروسته، مصریان د داسې یوه قوي ولسمشر واک ته د رسیدو سره لیوالتیا لري چې دغه هیواد له سخت کړکیچن حالت څخه راوباسي. ویل کیږي چې مصریان په دې باور دي چې السیسي به د پخواني ولسمشر حسیني مبارک تر راپرځیدو وروسته رامنځ ته شوو گډوډیو ته د پای ټکی کښیږدي. حسني مبارک په ۲۰۱۱م کال کې له واکه راوپرځول شو. په اقتصاد کې د ثبات او ډاډمني تگلاري د رامنځ ته کیدو غوښتنه ورځ تر بلې ډیریږي. د ولسمشرۍ څوکې ته د السیسي د کانديداتورۍ هر کلی کیږي.

د کلیسا مشر اوسقف، توادروس دوهم، له کویتي تلویزني چینل «وطن» سره په خبرو کې ویلي دي چې د السیسي کاندیداتوري یو «ملي مکلفیت» دی. د هغه په وینا السیسي د مصر د مشرۍ له پاره د ښه «دستپلین» خاوند دی. د کلیسا مشر اسقف وړاندي ویلي دي چې له دې سره سره، هر څوک آزاد دی، چې چاته خپله رايه ورکړي. د فبرورۍ میاشتې په نیمایي کې د کلیسا شورا د ټاکنو وړاندیز رد کړی وو. هغه وخت د کلیسا شورا مشر هیلمي امین ویلي وو: «عام خلک په دې باندي پوهیږي، چې څوک په ښه شان د مصر خدمت کولای شي»

د افراطي اسلامپالو پر ضد کمپاین

پر حکومت انتقاد کوونکي اوس له سخت انتقاد سره مخامخ دي. څو ورځې تر مخه د اخوان المسلمین ۵۲۹ تنو پلویانو ته په یوه گړندۍ محاکمه کې د مرگ سزا واورول شوه، او په پلازمینه قاهره کې د نورو ۶۸۳ اخوانیانو پر وړاندې محاکمه پیل شوې ده. اخوان المسلمین چې د پخواني ولسمشر محمد مرسي ملاتړ يې کاوه، په مصر کې پرې بندیز لگول شوی دی. د اخوان المسلمین په زرونو پلویان او خواخوږي په اوس په مصر کې بندیان دي.

امریکا متحده ایالاتو مصر ته د هغوی د خپلې وینا له مخې د دغه «بې سنجشه» اعدامونو د عملي کیدو په ترڅ کې د سختو عواقبو خبرداری ورکړی دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د سه شنبې په ورځ ویلي وو: «دغه حکم چې له نړیوالو قوانینو سره مطابقت نه لري، نړۍ ته شوک ورکړی دی.» نوموړې ویاندې په خپلو خبرو کې یادونه کړې ده، که چیرې دغه پریکړه بیرته وا نه اخیستل شي، نو دغه څه به خپل عواقب ولري. د نوموړې ویاندې په وینا له مصر سره د امریکا متحده ایالاتو اقتصادي مرستې هم تر خپل اغیز لاندي راوستلای شي.