1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

السيسي د مصر ټاکني په ستر تفاوت سره گټلي دي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۸, پنجشنبه

د غیر رسمي پایلو پر اساس د مصر د پوځ پخوانی مشر عبدالفاح السیسي، د دغه هيواد په ولسمشریزو ټاکنو کې ۹۰ سنله رايي خپلي کړي دي. د رايي اچونې بهیر یوه ورځ نور هم غځیول شوی وو .

https://p.dw.com/p/1C8nn
انځور: Reuters

د السیسي انتخاباتي ډلي په یوه بیانیه کې ویلي دي چې د چهارشبې په ورځ د مصر د رايي اچوني بهیر تر پای ته رسیدو وروسته، لومړنۍ پایلې ښيي چې السیسي ۹۳.۴ سلنه رایې خپلي کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې خصوصي CBC تلویزیون بیا اعلان کړی دی چې السیسي په ۲۰۰۰ ټاکنیزو مرکزونو کې ۹۷ سلنه رايي گټلي دي.

پایلو تر اعلانیدو مخکي لا انگریل کیده چې السیسي به په ډیر تفاوت سره خپل سیالانو ته ماته ورکړي او د مصر ټاکنې په وگټي. السیسي په تیره جولای میاشت کې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي، پر ضد کودتا وکړه او د هغه د حکومت تر راپرځولو وروسته یې چارې په لاس کې ونیولې.

د مصر ټاکنیزو چارواکو پریکړه وکړه چې د ټاکنو وخت د یوې ورځي له پاره وغځوي. دا پریکړه له دې کبله وشوه چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د مصري رای ورکوونکو شمیر ډیر کم وو.

د السیسي پلوو رسنیو په حواله په مصر کې د ۵۳ میلیونه هغو کسانو له جملې څخه چې د رايي ورکولو شرایط پوره کوي له ۳۸ څخه تر ۴۴ فیصدو یې په ولسمشریزو ټاکنو کې خپلي رايي کارولې دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه فيصدي په ۲۰۱۲ کال کې ۵۲ سلنه وه. په دغو ټاکنو کې د مصر پخواني ولسمشر او د اخوان المسلمین ډلي غړی محمد مرسي، بریالی شوی وو خو هغه بیا د اوږدو مظاهرو او د پوځ د مداخلې په پایله کې له خپلي دندې گوښه شو.

په مصر کې د لومړنیو پایلو تر اعلانیدو وروسته ډیر شمیر کسانو دغه موضوع ولمانځله. شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو د قاهرې په تحریر میدان کې سره راټول شوي ول چې د السیسي بریا ولمانځي.

د السيسي پلويان سړکانو ته راوتلي دي
د السيسي پلويان سړکانو ته راوتلي ديانځور: Reuters

تر ټاکنو مخکې السیسي د مصر پر شاوخوا ۴۵ میلیونه هغو وگړو چې د رايي ورکولو شرایط يې پوره کړي دي غږ کړی وو چې په ټاکنو کې گډون وکړي. خو ټاکنې د اخوان المسلمین ډلي له خوا بایکاټ شوي دي چې ښایي له همدې کبله پکې د خلکو ونډه کمه شوې وي.

په دې سره نو پر السیسي او د هغه پر پلویانو باندي نیوکې ډیري شوي دي ځکه هغوی هڅه کوله دا خبره ثابته کړي چې له واکه د مرسي راپرځول د مصر د خلکو غوښتنه وه.

مصر په ۲۰۱۱ کال کې د حسن مبارک رژیم تر نسکورېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او گریوان دی. د راتلونکې حکومت تر ټولو لویه دنده ښایي د همدغو ستونزو له منځه وړل وي.

له بلې خوا بیا اخوان المسلمین چې ټاکني یې بایکاټ کړې دي، د دې خبري هرکلی کړی دی چې لږ شمیر مصریانو په ټاکنو کې خپلي رایې کارولې دي. السیسي د مرسي تر راپرځولو وروسته، پر اخوان المسلمین باندي فشارونه ډېر کړل. پوځ اخوان المسلمین ترهگره ډله اعلان کړې ده او ډیر شمیر لوړپوړي غړي یې نیولي او یا هم له هیواده شړلي دي.