1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانه مهاجره غواړي د امریکا د ایالتي پارلمان غړي شي

۱۳۹۷ آبان ۵, شنبه

کله چې صفیه وزیر، د لومړي ځل له پاره د «نوی همپشیرایالتي پارلمان» ولید نو هغه او والدین یې د انګلیسي د زده کړې له صنفونو د کور پر لار ول. اوس هغه غواړي د دې پارلمان غړي شي.

https://p.dw.com/p/37GnH
Safiya Wazir
انځور: picture-lliance/AP/H. Ramer

هغه ورځ هوا سړه وه، او د صفیه وزیر کورنۍ لا په دې سیمه کې بلده نه وه ځکه تازه یې امریکا ته مهاجرت کړی وو. هغه دا ورځ په یادوي: «موږ د لارې په موندلو کې ستونزه لرله. له همدې کبله موږ د پارلمان ودانۍ ته ولاړو. موږ د ودانۍ مخې ته ودریدو چې په سرویس کې کور ته ولاړ شو.»

اوس له هغې ورځې لس کاله تیر شوي دي، او له افغانستان څخه امریکا ته راغلې دغه پخوانۍ مهاجره صفیه وزیر، غواړي د نیو همپشیر د پارلمان د ۴۰۰ څوکیو له ډلې، یوه وګټي.

میرمن وزیر په ګوندي ټاکنو کې له خپلې سیمې څخه سابقه کار سیاستوال دیک پاتین، ته په سپتمبر میاشت کې ماتې ورکړه. د هغې بریا ډیر کسان حیران کړل، ځکه د هغې سیال څلور وارې د دغې سیمې استازیتوب کړی وو. په روانه میاشت کې صفیه وزیر ته «د رهبري په برخه کې د جرئت» جایزه هم ورکړل شوه.

میرمن وزیر یوازې شپږ کلنه وه چې کورنۍ یې په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو د رژیم پر مهال، له افغانستان څخه وتښتیده. لس کاله یې په ازبکستان کې ژوند وکړ او بیا په ۲۰۰۷م کال کې له خپلې کورنۍ سره د «نیو همپشیر» ایالت پلازمینې کانکورد، ته ګډه شوه.

Safiya Wazir
صفیه وزیر د دوو ماشومانو مور او خپل دریم ماشوم ته سترګې په لار ده.انځور: picture-alliance/AP/H. Ramer

میرمن وزیر په ۱۶ کلنۍ کې لیسه پیل کړه. د شپې به یې درس وایه او د ورځې به یې کار کاوه. په دې ترتیب سره هغه په ۲۰۱۳م کال کې د امریکا متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ. صفیه وزیر واده کړی، دوه ماشومان لري او په جنوري میاشت کې خپل دریم ماشوم ته سترګې په لار ده.

صفیه وزیر لا درو میاشتو حامله وه چې کمپاین یې پیل کړ. هغه وایي چې ډیره به تر فشار لاندې وه، خو خوشحاله ده چې هڅو یې پایله لرلې ده. دغه ۲۷ کلنه میرمن زیاتوي: «ما دغه ټولې سختۍ ولیدې، خو اوس یې ثمره وینم. ځکه هر څومره چې سړی سخت کار وکړي، خلک هم په هماغه اندازه سړي سره مینه کوي. هرڅومره ډیره انرژي چې سړی مصرف کړي، خلک په رښتیا پوهیږي چې یو څوک د هغوی له پاره کار کوي.»

میرمن وزیر غواړي د بریالیتوب په صورت کې، په خپله سیمه کې د ښوونځیو پر امنیت، عمومي امنیت او زده کړې، د ناروغتیا په صورت کې بامعاشه رخصتي، روغتیايي بیمې او د کورنیو د بیې د کنترول په برخو کې کار وکړي.

هغه وایي: «مهاجر او کډوال داسې نظریې لري چې کولای شي له دې ایالت سره مرسته وکړي ځکه هر نوی کس له ځان سره نوې نظریې راوړي.»