1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ګټلې لوبه، بایلوده

۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه

افغان لوبډلې په نړیوال شل اوریز جام کې خپله دریمه لوبه انګلستان ته په ۱۵ منډو بایلوده. د لوبې په لومړۍ نیمایي کې داسي ښکارېده چې افغانستان به خپل سیال ته ماته ورکړي، خو په پای کې انګلستان خپله تجربه وښووله.

https://p.dw.com/p/1IIE7
انځور: Getty Images/AFP/STR

انګلستان د لوبې بچه وګټله او په خپله یې د منډو جوړولو پریکره وکړه. افغان ټوپ اچوونکو په دریم اور کې د انګلستان لومړی لوبغاړی وساځوه او تر دې وروسته د انګلستان د لوبغاړو د سوځیدو لړۍ پیل شوه. په شپږم اورو کې انګلستان خپل درې لوبغاړي په پرله پسې توګه د نبې توب اچوونې ته له لاسه ورکړل. په دې مرحله انګلستان یوازې ۴۲ منډې جوړي کړي وې او څلور لوبغاړي یې له لاسه ورکړي ول.

د لوبغاو د سوځیدو لړۍ همداسي روانه وه او انګلستان په ۱۵ اوور کې خپل اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي ول او یوازې ۸۵ منډې یې جوړې کړې وي. خو تر دې اوور وروسته معین علي میدان ته راغلي او په ۳۳ توپونو یې۵۰ منډې جوړې کړې. له هغه سره دې جې ویلي د لوبلې تر اخره ولاړ وو او په ۱۷ توپونو باندې یې ۲۰ منډې وکړې. انګلستان په دې ترتیب سره افغانستان ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

د لوبغاړي د شرایطو په پام کې نیولو سره، دا یو لوی هدف نه وو او افغانستان یوازې د ښې لوبې له پیلولو سره کولای شوای چې ډیر ژر هغه پوره کړي. د نورو لوبو په څیر ډیره هیله له محمد شهزاد څخه کیده، خو هغه په دې لوبه کې ښه و نه ځلید او په لومړي اوور کې یوازې د ۴ منډو تر جوړولو وروسته وسوځید.

تر شهزاد وروسته د افغانستان د لوبډلې کپتان هم دویم اوو او یوازې د یوې منډې تر جوړولو وروسته له میدان څخه ووت. نایت هم هیڅ منډه و نه کړه. راشد خان ۱۵ منډې، نور علي ځدران ۱۷، نبي ۱۲، شینواري ۲۲، نجیب الله ځدران ۱۴ او شفیق الله ۳۵ منډې جوړې کړي. افغانستان په ټاکل شویو شلو اورونو کې یوازې ۱۲۷ منډې وکړې او په دې ترتیب سره یې لوبه بایلوده.