1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې ټاکنیز جنجال، ولایتونو کې څه روان دي؟

۱۳۹۸ اسفند ۱, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو له وروستیو پایلو تر اعلان وروسته ځینو ولایتونو کې د حکومت ضد اعتراضونه پيل شوي. دا څه څرنگه اعتراضونه دي او په اړه یې د خلکو غبرګون څه دی؟

https://p.dw.com/p/3Y3W5
Afghanistan Wahlen l  Präsident Ashraf Ghani
انځور: Getty Imaes/AFP/W. Kohsar

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو ته د غبرګونونو په دوام، ځینو ولایتونو کې د حکومت ضد تازه اعتراضونو خلک اندېښمن کړي. له تېرې ورځې راهيسې ټولنیزو رسنیو کې انځورونه لاس په لاس کیږي چې پنجشیر، جوزجان، تخار او هرات ولایتونو کې له عمومي دروازو او یا ځیني دولتي ودانیو د ولسمشر غني انځورونه راښکته شوي.

هاخوا د ننګرهار د والي ویاند هم فیسبوک کې انځور خپور کړی چې له خپل دفتره د اجراییه رییس عبدالله عبدالله انځور لرې کوي.

د حکومت غبرګون څه دی؟

دویچه ویله هڅه وکړه چې ولایتونو کې حکومت ضد وروستیو اعتراضونو ته د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون ترلاسه کړي، خو د ارګ مطبوعاتي دفتر په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. د چارو یوشمېر کتونکي وایې، ټاکنې "ګټونکی" او "بایلونکی" لري چې د هغوی اعلان هم د ټاکنیزو بنسټونو واک او مسؤلیت دی. د زابل د ولایتي شورا رییس عطاالله حق بیان دویچه ویله ته وویل: «د ټاکنو د ترسره کولو او د هغوی د پایلو اعلان د ټاکنو کمېسیون مسؤلیت دی، ټولې سیاسي ډلې باید د ټاکنو پایلو ته درناوی ولري.»

سره له دې چې عام افغانان ټاکنیزو ناندریو او ګواښونو ستړي کړي خو ترڅنګ یې پر ټاکنډلو د زغم او د قانون منلو غږ کوي.

د خلکو اندېښنې

د کابل ښار یوې اوسېدونکې رابعه دویچه ویله ته وویل، د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته هره یوه ټاکنډله ځان بریالۍ ګڼي، خلک دې وضعیت اندېښمن کړي. «د اشرف غني په مشرۍ دولت ساز ټاکنو کمېسیون ګټونکی اعلان کړ، خو د عبدلله عبدالله په مشرۍ ثبات او همګرايي بیا ځانونه ددې پروسې ګټونکي بولي، خلک څه وکړي؟»

 ځینې افغانان بیا په هېواد کې د سیاسي بې ثباتۍ او بالاخره د بحران رامنځته کېدو مسؤل همدغه دوه ټاکنډلې بولي چې اوس یې د څوکۍ پرسر د هغوی پروینا د یوبل ګریوان ته لاس اچولی. د کابل ښار یوه اوسېدونکي نوید احمد دویچه ویله ته وویل:

Afghanistan Kabul Vizepräsident Abdul Raschid Dostum
جنرال عبدالرشيد دوستم د چهار شنبې په ورځ په جوزجان کې له عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان وکړانځور: REUTERS

«دولت ساز او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیمونه د ټاکنیز جنجال اصلي عاملین دي، همدوی دي چې بحران جوړوي.» ددغو عامو افغانانو پر باور حکومت باید د وضعیت کابو کولو وړتیا ولري.

د نړېوالو غبرګون

سره له دې چې د افغان ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو ته د نړېوالو غبرګون خورا سوړ بریښي، خو په تېرو څو ساتونو کې اروپايي ټولنې، هند او کویت له پایلو د هرکلي ترڅنګ ولسمشر غني ته د بیاځلې ټاکل کېدو مبارکې ویلي، خو په دې اړه د ملګرو ملتونو غبرګون محتاطانه دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما اعلامیه کې د افغانستان راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته چمتوالی ښودل شوی، خو ټاکنیز بنسټونه یې هم ټاکنیزو ډلو ته د قناعت په ورکولو مکلف ګڼلي. اعلامیه زیاتوي: «هغو اندیښنو ته په پام، چې د کاندیدانو او د دوی د ملاتړ کونکو لخوا د وروستیو پایلو له اعلان وروسته رامینځته شوي، ملګري ملتونه به د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډون د افغانستان خلکو او بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي، د بې پرې او تخصصي مشورې په ورکولو سره به د ټاکنو مدیریت کونکي بنسټونه وهڅوي چې د نوماندانو قانوني غوښتنو ته په ځواب ویلو سره د پلټنو او رای بیا شمېرلو په اړه لازم روڼوالی رامینځته کړي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو له وروستیو پایلو د اروپايي ټولنې هرکلی بیا د اجراییه رییس عبدالله عبدالله له کلک غبرګون سره مخ شوی. ښاغلي عبدالله په یوه اعتراضیه لیک کې ویلي چې نړېواله ټولنه باید افغان ټاکنو کې بې پرې پاتې شي.

د افغان ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو له مخې ولسمشر غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د پنځو نورو کلونو لپاره د افغان ولسمشر په توګه انتخاب شوی. ټاکنو کمېسیون تېره ورځ ناوخته ښاغلي غني ته د ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو وثیقه یا باورلیک هم ورکړ.

اسماعیل شاکر – کابل