افغانستان کې د عارف وزیر وژنې ته غبرګونونه
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبهد پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي عارف وزیر پر وژنه د خواله رسنیو افغان کاروونکو ترڅنګ یوشمېر مطرحو افغان سیاستوالو هم ژوره خواشیني ښودلې.
پر عارف وزیر د جمعې په ماښام د سویلي وزیرستان واڼه کې د خپل کور مخې ته وسله وال برید وشو چې تیره ورځ یې د سختو ټپونو له امله د اسلام اباد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
نوموړی نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د می ۳مه) په واڼه کې خاورو ته وسپارل شو.
له ډيری افغان سیاستوالو سره پوښتنه دا ده چې د پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان په نورو ایالاتونو کې پښتانه مشران او ځوانان ولې په نښه کیږي؟
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله ټویټرپاڼه د عارف وزیر د وژنې له امله پښتون ژغورنې غورځنګ سره خواخوږي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې "درد" یې شریک دی.
«هغوی (PTM) زمونږ پر ګډ درد ژاړي، هغوی د ترهګری له منځه وړل او له ریښې اېستلو غوښتنه کوي.»
دغه جګپوړی افغان چارواکی زیاتوي چې افغانستان هم د ترهګرۍ قرباني دی او دا قرباني لاهم دوام لري.
په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار ضیاالحق امرخیل د عارف وزیر وژنه ترهګریز عمل بللی.
نوموړي په یوه ټویټري پيغام کې لیکلي:
«چیرته چې د بیان پر ازادۍ او مدني فعالیتونو باور نه وي، هلته د مبارزینو ژوند په خطر کې وي.
د وزیر کورنۍ او ملګرو ته یې تسلیت وایم. هیله ده، دا د زنځیري قتلونو وروستۍ کړۍ شي.»
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د عارف وزیر وژنه غندلې.
ښاغلي کرزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:
«په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر د تره زوی سردار عارف وزیر چې پرون په وزیرستان کې په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی و او پرون سهار په روغتون کې په حق ورسید. انا لله و انا الیه راجعون. د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب ښاغلي علي وزیر او د هغه کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره ورته د جنت استدعا لرم.»
په ولسي جرګه کې د کندهار استازي ګل احمد کمین دویچه ویله ته وویل، چې د ډیورنډ کرښې هاغاړه پښتانه له تیرو څو لسیزو د ژوندانه له بنسټیزو حقونو بې برخې دي.
د افغان پارلمان دغه غړي زیاته کړه چې هلته پښتانه مشران د سیمه ییزو او نړېوالو دسیسو ښکار دي.
«عارف وزیر به د پښتون قوم اخرین شهید نه وي، ستره غمیزه دا ده چې هلته دغه قوم بې سواده پاتې شوی. دغه رقم وژنې د یوه افغان په توګه په کلکو ټکو غندو او د دغسې وژنو څېړل غواړو، څوک دي چې پښتانه مشران یو په بل پسې وژني او څوک دي چې په دې کور کې یې اور بل کړی؟»
د بخښنې نړیوال سازمان هم په خپل غبرګون کې د دې پیښې د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې.
ددغه سازمان په رسمي ټویټرپاڼه لیکل شوي:
«واڼه کې پر عارف وزیر برید کوونکي باید پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي. د پاکستان حکومت باید دغه پېښه ژر تر ژره په جدي او بې پرې توګه وڅېړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.»
د عارف وزیر د وژنې مسؤلیت کوم چا یا ډلې پرغاړه نه دی اخېستی، خو په پښتونخوا کي د پښتون ژغورنې غورځنګ ډيری غړي ادعا کوي چې هلته ډیری هدفي وژنې ګويا هغه څوک کوي چې د پاکستان د پوځ ملاتړ ورسره دی.
د دغو تورونو سربیره د خیبرپښتونخوا ایالاتي حکومت په سویلي وزیرستان کې امنیتي ادارو ته د عارف وزیر د وژنې په اړه د څېړنو سپارښتنه کړې.
عارف وزیر د پښتون ژغورنې د مخکښ غړي علي وزیر د تره زوی و، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی ؤ.
نوموړي د «لر او بر یو افغان» د شعار ترڅنګ د پاکستان د پوځ او حکومت پرضد هم سختې څرګندونې کولې.
ډېری عام وګړي د پښتنو د حقونو لپاره شوې "څرګندونې" داسې مهال د عارف وزیر د وژنې "لامل" ګڼي چې نن د مۍ ۳مه نیټه د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې د مطبوعاتو او بيان د خپلواکۍ د نړيولې ورځې په توګه لمانځل کیږي.
اسماعیل شاکر – کابل