1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د تیلو له پاره بیي وټاکل شوي

۱۳۹۰ مرداد ۱۲, چهارشنبه

تر دي وروسته به د کابل د بازار په ګډون د افغانستان په ټولو بازارونو کي یو لیتر پترول او یو لیتر ډیزل په ۵۷ افغانیو پلورل کیږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت چارواکي وايي چي د سرغړونکو سره په قانوني چلند وشي

https://p.dw.com/p/12AVt
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

سره له دي چي د افغانستان په اساسي قانون کي د بازار اقتصادي کړنلاره منل شوي ده خو د سوداګرۍ وزارت د نفتي موادو د تصدی رییس، فرید احمد عزیزي، نن په کابل کي خبریالانو ته وویل چي وزارت به یي تردې وروسته د تیلو د بیو د غوره کنترول په موخه په بازار کي مداخله وکړي او د نفتي موادو مافیا ته به اجازه ورنه کړي چي په خپل سر په بازارونو کي بیي لوړي کړي.

دغه راز ښاغلي عزیزي زیاته کړه چي دولت چمتو دی ترڅو پترول او ډیزل په مناسبو بیو د تیلو ټانکونو ته ورکړي او پلورونکي حق نه لري چې له ټاکل شوي بیي سر وغړوي.

چارواکي وايي د تیلو دغه بیي یي دوه اونۍ وړاندي له سوداګرو سره د سلامشوري وروسته ټاکلي او له نن ورځي «چهارشنبي» وروسته به عملي شي.

تر دي وړاندي هم په افغانستان کي څو څو ځله د تیلو د بیو د کنترول هڅي شوي وي خو کومي پایلي یي درلودي.

په همدي حال کي حاجي محمد منیب په کابل کي د تیلو ټانکونو د خاوندانو په استازیتوب وویل که چیري د سوداګرۍ وزارت په دوامداره توګه په مناسبه بیه پر دوی تیل وپلوري دوی به هم د سوداګرۍ وزارت له خوا ټاکل شویو بیو ته ژمن پاتي شي.

په داسی حال کي چي سوداګرۍ وزارت له نن ورځې وروسته ورکړل شوي بیي عملي بولی خو په کابل ښار کې د تیلو یو شمېر پلورونکي له دې بیو نه دي خبر.

دغه راز د سوداګرۍ د وزارت چارواکي وايي په راتلونکو دوه میاشتو کي به له سل زرو لیترو ډير تیل له روسیي څخه هېواد ته راورسیږي چي د دغو تیلو په رسیدو سره به د تیلو په بیو کي پنځه افغانۍ نور کموالی هم راشي.

شاوخوا اوه میاشتي وړاندي له عراق څخه افغانستان ته د راوریدونکو تیلو 2000 ټانکرونه د ایران په خاوري کي ودرول شول چې له هغې ورځې تر ننه د دغه هېواد په بازارونو کي د تیلو بیي مخ پر لوړیدو دی.

دویچه ویله/ اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش