1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان په اسیا جام کي خپل هدف ته ورسېد»

سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۱۴, چهارشنبه

د افغانستان د کرېکټ بورد اجرائیوي رییس ډاکټر نور محمد مراد، وایي چې افغانستان د آسیا جام د کرېکټ په سیالیو کې ډیر ښه ولوبید او په خپلو کمزورتیاو ښه پوه شول. مراد وایي افغان لوبډله په دې جام کې خپل هدف ته ورسیده.

https://p.dw.com/p/1BKRl
انځور: Reuters

د افغانستان د کرېکټ بورد اجرائیوي رییس ډاکټر نور محمد مراد، له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي دي چې د آسیا جام په سیالیو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ډیره ښه لوبه وکړه او د دوی هدف د بنگله دیش لوبډلې ته ماتې ورکول وو چې هغه یې تر لاسه کړ. د ښاغلي مراد په خبره بنگله دیش د بشپړه غړیتوب لرونکو هیوادونو په درجه بندۍ کې اتم یا اووم ځای لري.

د ډاکټر مراد په خبره پخپله په دغو سیالیو کې د افغانستان شاملیدل لویه خبره ده، ځکه چې په وینا یې په دغو سیالیو کې نورې ټولې هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري او یوازې افغانستان هغه د دویمې درجې لرونکی هیواد دی او د نړیوالو یو ورځنیو لوبو کوم مقام یې چې تر لاسه کړی دی له هغې څخه یوازې څلور کاله تیریږي.

«باید بیټنگ ته توجه واړول شي»

مراد له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، یوه ستونزه چې دوی له پخوا څخه لا پوهیدل او اوس ورته لا په ښه توگه واضحه شوه، د بیټنگ یا توپ وهني برخي لا پسې پیاوړي کول دي. هغه زیاته کړه: «اوس موږ ته دا ښه واضحه شوه او ښه لاره یې موږ ته راوښودله چې موږ څرنگه وکولای شو په ځانگړې توگه د ۲۰۱۵م کال د کرېکټ د نړیوال جام له پاره خپله لوبډله چمتو کړو. کوم بخش کې موږ ځوانانو ته ضرورت لرو او څه ډول لوبغاړو ته ضرورت لرو.»

مراد په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دوی له تیر کال راهیسې دغه اقداماتو پيل کړي دي او په لوبډله کې ډیر ښه والی راغلی دی. د هغه په وینا د آسیا جام د دوی له پاره د تصفیې په برخه کې یوه ښه مرحله ده او هڅه کوي چې خپل پلان ته عملي جامه ورواغوندي او د روزونکو او نورو پلانونو په واسطه خپلې تشې ډکې کړي.

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیوي رئیس دا هم وویل چې د افغانستان لوبډله د فیلډنگ په برخه کې هم ښه وه خو یوازې یو څو کیچونه یې و نه نیولای شول، چې دغه ستونزه یوازې د افغانستان نه وه بلکې نورې لوبډلې هم له ورته ستونزو سره مخامخ وې. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې فیلډنگ یوه دوامداره مرحله ده او دوی به دغې برخې ته هم خپله توجه متمرکزه کړي.

ظرفیت جوړونه، پر اذهانو کار کول

مراد له دویچه ویله سره په ځانگړې مرکه کې پر دې خبرې باندې ټینگار وکړ چې دوی به په بشپړه توگه خپله توجه د بیټنگ یا توپ وهنې ښه کولو ته متمرکزه کړي. د هغه په وینا د دوی هڅه به دا وي چې د ظرفیت جوړونې تر څنگ نوو استعدادونو ته په ملي لوبډله کې ځای ورکړي.

مراد په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د افغانستان د اوسنۍ ملي لوبډلې د ځوانانو استعدادونه ښایي تر دې ډیر زیات لوړ نه شي، خو په وینا یې دوی غواړي چې ډیر زیات کار د لوبغاړو پر اذهانو باندې وکړي. د هغه په وینا دا چې بیټنگ د بالینگ په پرتله ډیر ژر تر فشار لاندې راځي ځکه چې د یوه غلط توپ په وهلو سره سړی سوځیدلای شي خو په بالینگ یا توپ اچونه کې دا امکان شته چې که چیرې یو توپ غلط شي نو دوهم دې سم کړای شي. د هغه په وینا د لوبډلې لوبغاړو ډیرې نړیوالې لوبې کړي دي: «زه فکر نه کوم چې تر دې وروسته دې پر ظرفیت جوړونه کار وکړو، یو څه فیصدي به وي، خو زیاتره به موږ د دوی پر اذهانو کار کوو. خو د دې تر څنگ به د نویو ځوانانو او استعدادونو ته پر ځای کولو کار وکړو.»

د ملي او تر ۱۹ کلونو د کښته عمر لوبډلو تر منځ د تشي ډکول

مراد په خپله مفصله مرکه کې دویچه ویله ته دا هم وویل چې دوی د ملي او تر ۱۹ کلونو د کښته عمر لوبډلې تر منځ تشه، د «الف» لوبډلې په جوړولو سره ډکه کړه. مراد زیاته کړه چې د دوی هڅه دا ده چې تر ۲۰۱۵م کال پورې نوي ځوانان وروزي. د افغانستان د کرېکټ بورد اجرائیوي رییس په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د T-20 یا شل اووریزو نړوال جام په سیالیو کې به کابو همدغه ډله ولوبیږي او یو څو لوبغاړي لکه نجیب الله ترکی او شفیق به لوبډلې ته وراضافه کړای شي. خو هغه روښانه کړه چې د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام ته په لوبډلې کې پنځه نوي لوبغاړي شامليږي او همداشان پر دې سربیره د الف لوبډلې لوبغاړي هم روزل کیږي.

آیا حمید حسن به په شل اووریزو سیالیو کې گډون ولري؟

مراد وویل چې له بده مرغه د افغانستان د لوبډلې بالر حمید حسن ټپي دی او په دوبۍ کې له یوه ډاکټر سره تر سلا مشورې وروسته به د پاکستان کرېکټ بورډ د درملنې مرکز ته ولاړ شي او هلته به تر درمنلې وروسته د خپلې لوبې د پياوړې کیدو له پاره کار وکړي: «خو له بده مرغه دی به د آسیا جام او شل اووریزو لوبو کې و نه لوبیږي.»

هندي او آسترالیایي روزونکي

مراد په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د هرې لوبډلې له پاره اوس یو روزونکی لري. د هغه په وینا همیش پټیل چې د هندوستان اوسیدونکی دی هم د دوی له لوبډلې سره د روزونکي په توگه کار کوي. ښاغلي مراد وړاندې وویل چې دوی د بیټنگ په برخه کې یو آسترالیایي روزونکی پیتر اېندرېسن استخدام کړی دی: «له هغه سره مو قرارد لاسلیک کړ. هغه به په کابل کې میشت وي. هغه به د اپریل له میاشتې په کابل کې د افغانستان د کرېکټ په اکاډمۍ کې له لوبغاړو سره یو ځای وي.»

کبیر خان چې په خټه پاکستانی دی هم له تیرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د روزونکي په توگه کار کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب