1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: وروستیو هدفي وژنو خلک او کارپوهان اندیښمن کړي

۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبه

په افغانستان کې د هدفي وژنو دوام د خلکو او د چارو د کتونکو غبرګونونه راپارولي. د دې ډول پيښو تر ټولو وروستی یې په کابل کې د سیاسي شنونکي او لېکوال وحید مژده وژنه ده.

https://p.dw.com/p/3TTYl
Afghanistan Selbstmordanschlag mit einer Autobombe in Kabul 18.11.2014
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

په روان کال کې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې دیني عالمان، ځیني اوسني او پخواني دولتي چارواکي، سیاسي فعالان او ځیني نور بانفوذه کسان وژل شوي دي. په افغانستان کې د چارو یو شمېر کتونکي وایې چې وروستیو هدفي وژنو د خلکو اندېښنې ډېرې کړي او حکومت د دغه راز وژنو په مخنیوي کې ناکام بولي.

څو ورځې وړاندې سیاسي شنونکی قاضي محمد حسن حقیار، او ترهغې څو میاشتې وړاندې سیاسي فعال خیرالله شینواری، ناڅرګندو وسله والو په نښه کړي وو، چې دواړه له برېدونو ژوندي ووتل.

همدا راز پر سیاسي شنونکي نظرمحمد مطمین، هم  تېره میاشت د برید هڅه شوې وه. تېر ماښام بیا سیاسي شنونکی او لیکوال وحید مژده، ناڅرګندو وسله والو په نښه کړ او وېې واژه.

د مسیر ورځپاڼې مسؤل مدیر اسد وحیدي، د پنجشنبې په ورځ د وحيد مژده د جنازې په مراسمو کې وویل: «وحیده مژده ته ویل شوي وو، چې یا د خپلواکۍ له پاره له څرګندونو لاس واخله، یا هېواد پریږده او که دا نه کوې نو وژل کیږي.»

هغه روښانه نه کړه چې دا معلومات یې له کومه کړي وو او دا چې دغه ګواښونه د چا له خوا وحیده مژده ته کیدل. وحید مژده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې د دې ډلې په اداره کې د کار سابقه هم لرله، په رسنیو کې د سولې او جګړې موضوعاتو شننه کوله.

طالبان چې په افغانستان کې د ډيری برېدونو او ځينې وخت د یو شمېر دولتي چارواکو په نښه کولو مسؤلیت هم پرغاړه اخلي، د سیاسي فعال وحید مژده وژنه غندلې. په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «لیکوال او څېړونکی احمد وحید مژده د دښمنو استخباراتي کړیو له خوا په شهادت ورسول شو.»

بل لوري ته په استرالیا کې د اقتصاد او سولې په نوم د یوه انستیتوت تازه څېړنې ښيي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ټولو ډېرې وژنې طالبانو کړي، خو دې ډلې د یاد انستیتوت څېړنو ته په خپل غبرګون کې ویلي: «مونږ ولسي وګړي نه په نښه کوو او نه یې په وژنه کې قصدي لاس لرو.»

سیاسي شنونکي او د لوګر د ولایتي شورا غړي سید قریب الله سادات، د هدفي وژنو دوام اندېښمنونکی وباله او زیاته یې کړه چې دغه راز وژنې د سولې بهیر زیانمنولی شي. سادات دوچه ویله ته وویل چې دا وژنې په افغانستان کې په بېلا بېلو نومونو جنګېدونکې ډلې کوي چې ترشا یې بهرني استخبارات ولاړ دي.

ښاغلي سادات د خپلې دې ادعا د اثبات له پاره کوم اسناد وړاندې نه کړل او نه یې هم دا په ډاګه کړه چې له «بهرنیو استخباراتو» یې هدف څوک دي.

اسماعیل شاکر/ کابل