1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان نېپال ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه

سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۳, جمعه

د افغانستان د کرکیټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د اسیا د غوره جام په سیالیو کې نېپال ته ماتې ورکړه. دا د ۱۹ کلنو د لوبډلې څلورمه پرله پسې بریا ده. که افغانستان له کویت څخه لوبه وگټي نو د ۲۰۱۶م کال نړیوال جام ته لار ومومي.

https://p.dw.com/p/1Dn7T
انځور: Getty Images

د جمعې په ورځ د آسیا د غوره جام یا پریمیرلیگ په سیالیو کې افغانستان په خپله څلورمه لوبه کې نېپال ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه. د افغانستان لوبډلې د پچې یا ټاس تر گټلو وروسته د نېپال لوبډلې ته د منډې جوړولو بلنه ورکړه.

د نېپال لوبډله هم یوه پیاوړې لوبډله شمیرل کیږي او په دغو سیالیو کې یې خپلې درې واړه مخکینۍ لوبې گټلې وې. خو افغان بالران یا توپ اچوونکي چې په تیرو لوبو کې ډیر ښه ځلیدلي وو، په ننۍ لوبه کې یو وار بیا ښه وځلیدل. افغان بالرانو د نېپال توپ وهونکي ډیرو منډو جوړولو ته پرې نه ښوول. د نېپال ټوله لوبډله په ۴۵ اورونو کې د ۱۳۴ منډو په جوړولو سره وسوځیده.

په افغان توپ اچوونکو کې تر ټولو زیات راشد خان وځلید چې د نېپال د لوبډلې ۴ لوبغاړي یې وسوځول او له دې کبله د ننۍ ورځې د لوبې غوړه لوبغاړی وټاکل شو. نوین الحق چې په تیره لوبه کې یې د سعودي عربستان ۶ لوبغاړي سوځولې وو، نن کومه وېکټه وا نخیسته. ضیا الرحمان او شاهد الله بیا د مقابلې لوبډلې دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

که څه هم له لومړي سره دغه هدف ته رسیدل د افغان لوبډلې له پاره خورا آسانه بریښده، خو د افغانستان لوبډلې خپل لومړی لوبغاړی ژر له لاسه ورکړ. افغانستان ۱۴ مجموعي منډې درلودې چې حضرت الله ځاځی وسوځید. د افغانستان دوهمه او دریمه وېکټه هم ژر وغورځیده. خو افغان توپ وهونکي پر دې وتوانیدل چې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۳۶ اوور کې خپل هدف تر لاسه کړي او نېپال ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړي.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې شاهدالله جوړې کړې. هغه په ۵۹ توپونو د درې شپږیزو او درې څلوریزو په مټ ۵۲ منډې وکړې. د افغانستان بل لوبغاړی شوکت زمان وو چې ۲۷ منډې یې وکړې.

تر دې مخکې افغانستان د متحده عربي اماراتو، مالیزیا او د سعودي عربستان د ۱۹ کلونو لوبډلو ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وې. دا په روان جام کې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې څلورمه لوبه او څلورمه پر له پسې بریا ده.

د جمعې د ورځې د سیالیو په یوه بله لوبه کې مالیزیا سعودي عربستان ته ډیره ستره ماتې ورکړه. مالیزیا سعودي عربستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه او د سعودي عربستان ټوله لوبډله په ۲۶ اوور کې د ۳۹ په مجموعي منډو وسوځیده. مالیزیا دغه لوبه په ډیرې آسانۍ سره وگټله او په شپږم اوور کې یې بې له دې چې کوم لوبغاړی سوځیدلي وي، په داسې حال کې منډې پوره کړې چې لا هم ۲۶۵ توپه پاتې وو. افغانستان هم سعودي عربستان ته په ۲۷۷ منډو ماتې ورکړې وه.

اوس د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۱۶م کال نړیوال جام ته یو بل گام نزدې شوه. افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ له کوربه هیواد کویت سره وکړي او که چیرې دغه لوبه وگټي نو د ۲۰۱۶م کال د ۱۹ کلنو د کرکیټ نړیوال جام ته به لار ومومي. د ۲۰۱۶م کال د نړیوال جام سیالۍ په بنگله دیش کې تر سره کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب