1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان نړیوال جام ته ووت

۱۳۹۷ فروردین ۳, جمعه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ م کال د کریکټ نړیوال جام ته لار وموندله. تر دې مخه نړیوال جام ته د افغانستان د رسیدو هیلي کمې وي خو په تیرو لوبو کې يې شرایط په ګټه بدل شول.

https://p.dw.com/p/2urtp
Rashid Khan
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Brady/PA

د جمعې ورځې په لوبه کې ایرلند پچه وګټله او په خپله یې د منډو جوړولو پریکړه وکړه. افغانستان د ښې توپ اچوونې له ترسره کولو سره ایرلنډ ته یوازې ۲۰۹ منډې ورکړې. راشد خان د جمعې ورځ ېه لوبه کې درې وکټې ترلاسه کړې او په دې ترتیب سره یې په نړیوالو یو ورځینو لوبو کې د خپلو ویکټو شمیر ۹۹ ته ورسوه.

پر راشد خان سربیره محمد نبي یوه او دولت ځدراڼ دوې وکیټې ترلاسه کړې. د افغانستان ځوان توپ اچوونکي مجیب الرحمان، که څه هم کومه وکیټه ترلاسه نه کړه، خو هغه ډیره اقتصادي توپ اچوونه وکړه او په لسو اورونو کې یې یوازې ۳۱ منډې ورکړي. په دې ترتیب سره د لوبې په پنځوسم اوور کې ایرلنډ د اووه لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۰۹ منډې وکړې.

د افغانستان له خوا محمد شهزاد او ګلبدین نایب د منډو په جوړولو پیل وکړ. محمد شهزاد په پنځوسو توپونو ۵۴ او ګلبدین نایب بیا په ۹۱ توپونو ۴۵ منډې وکړې.

د افغانستان کپتان اصغر ستانکزي هم د جمعې ورځې لوبه کې ښه توپ وهنه وکړه او په ۲۹ توپونو یې د خپلې لوبډلې له پاره ۳۹ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې. پر ستانکزې سربیر نجیب ځدراڼ ۱۹، محمد نبي ۱۲، سمیع الله شینواري ۲۷ او رحمت شاه ۱۲ منډې جوړې کړي.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد شهزاد شو.

له دې سره نو افغانستان په انګلستان کې د ترسره کیدونکي ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته لار وموندله.

افغانستان نړیوال جام ته د غواروي لوبو لومړی پړاو ښه پیل نه کړ او خپلې لومړۍ درې لوبې یې په پرله پسې توګه بایلودې. خو په دویم پړاو کې یې خپلې درې واړه لوبې له وګټلې.

افغانستان به پای لوبه له ویسټ انډیز سره ترسره کړي. د دې لوبې پایله به نړیوال جام ته د افغانستان پر غوراوي کومه اغیزه و نه لري.