1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له هندوستانه لا ډیرې پوځي مرستې ترلاسه کوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۲, سه‌شنبه

په هندوستان کې د افغانستان سفیر ویلي دي چې نوی دهلی به کابل ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه لا ډیرې وسلې ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د کابل او نوي دهلي د نزدې کیدو په اړه اندیښنه لري.

https://p.dw.com/p/1JnKS
انځور: picture-alliance/dpa/ ITAR-TASS

هندوستان په تیرو ۱۵ کلونو کې له افغانستان سره نژدې دوه میلیارده ډالره مرستې کړې دي. خو دغه هیواد بیا له پاکستان سره د ستونزو د ډیریدو د مخنیوي له پاره، له افغانستان سره د وسلو ډیري زیاتې مرستې نه دي کړي. پاکستان پر نوي دهلي باندې تور لګوي چې له کابل سره د نزدې اړیکو په مرسته پر پاکستان باندې فشار اچول غواړي.

تیر کال هندوستان اعلان وکړ چې افغانستان ته به څلور پوځي جنگي څرخۍ الوتکې ورکړي چې کابل یې د طالبانو او نورو وسله والو افراطي ډلو پر ضد وکاروي. د دغو الوتکو درې یې وختي لا افغانستان ته ورکړل شوې دي، او څلورمه به یې هم په راتلونکو اونیو کې افغان حکومت ته وسپارل شي.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي، ویلي دي چې سیمه ایز امنیت د خرابیدو په حال کې دی، او له دې کبله افغانستان د طالبانو، داعش او نورو یاغي ډلو د ځپلو له پاره پوځي مرستو ته سخته اړتیا لري.

هغه د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د څلور څرخي الوتکو له کبله [د هندوستان] منندویه یو. خو موږ لا نورو مرستو ته اړتیا لرو. نن موږ د یوه داسې وضعیت پر لور روان یو چې د هندوستان په ګډون یې په سیمه کې ډېر نور هم اندېښمن کړي دي.»

پلان شوې ده چې د اګست پر ۲۹مه نېټه به د افغانستان د پوځ مشر جنرال قدم شاه، نوي دهلي ته ولاړ شي او د دې هیواد چارواکو ته به د پوځي تجهیزاتو هغه لیست وسپاري چې د امریکایي او هندي چارواکو په مشوره چمتو شوی دی.

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې د دغو پوځي تجهیزاتو له ډلې څخه څومره به یې کابل ته په پیسو ورکړل شي او څومره به یې مرستي وې.

په دغو تجهیزاتو کې لا ډیري Mi-25s ډوله څرخي الوتکې، د سرتیرو او تجهیزاتو د لیږدولو له پاره وړوکي څرخۍ الوتکې او د افغانستان د الوتکو له پاره پرزې شاملې دي.

ابدالي ویلي دي: «د پوځ د مشر د سفر اجندا روښانه ده. موږ به د پوځي اړیکو د پیاوړې کولو لړۍ نهایي کړو.» دغه افغان چارواکي زیاته کړې ده چې هندوستان ژمنه کړې ده چې د افغان پوځ د اړتیاو پوره کولو له پاره به چې يې په توان کې وي هغه به وکړي.

د هندوستان مشر پاکستان اندیښمن کړی دی

دا چې له هندوستان څخه غوښتل شوي ډېر تجهیزات د روسیې دي، د امریکا متحدو ایالاتو له نظره کومه ستونزه نه ده. امریکا او روسیه دواړه غواړی چې په افغانستان کې ثبات راشي.

خو د افغانستان او هندوستان لا نزدې کیدل ښایي پاکستان لا ډېر اندېښمن کړي، ځکه دغه هیواد په دې اند دی چې هندوستان غواړي هغه له دواړو خواو محاصره کړي.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي.

کابل پر اسلام آباد باندې د ترهګرو د ملاتړ تور لګوي، خو اسلام آباد دغه تورونه ردوي او وایی چې پخپله د ترهګرۍ ښکار دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې هیواد یې د دوو نورو هیوادونو د اړیکو په اړه نظر نه ورکوي خو ټینګار یې کړی دی چې کابل باید اجازه ور نه کړي چې نوی دهلي یې خاوره د اسلام آباد پر ضد او د پاکستان د بې ثباته کولو به موخه وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه هندي چارواکي ویلي دي چې د هندوستان او افغانستان د نویو پوځي اړیکو په ترڅ کې به لا ډیر افغان پوځیان په هندوستان کې وروزل شي.

امریکا متحدو ایالاتو هم د کابل او نوي دهلي د پراخو پوځي همکاریو هرکلی کړی دی. د روانې میاشتي په پیل کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن، له هندي چارواکو سره خبري وکړې.

له بلې خوا افغانستان نه شي کولای په مستقیم ډول له روسیې څخه پوخي تجهیزات په مرسته شویو پیسو رانیسي. دا ځکه چې امریکا متحد ایالات او متحدین یې د اوکراین د شخړې له کبله اوس له روسیې سره ستونزمنې اړیکې لري. دا په داسې حال کې ده چې هندوستان په دې برخه کې آزاد لاس لري او کولای شي له روسیې څخه وسلې رانیسي او بیا یې افغانستان ته ورکړي.

یوه روسي دیپلومات ویلي دي چې هیواد یې د افغان پوځ د تجهیزولو د بهیر ملاتړ کوي، که څه هم په مستقیم ډول دغه کار نه شي کولای.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب