1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له هندوستان سره دوهم هوايي دهلېز پرانيست

۱۳۹۶ دی ۶, چهارشنبه

افغانستان د چهارشنبې په ورځ په ځانگړو مراسمو سره د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي له هندوستان سره دوهم هوايي دهلېز پرانيست.

https://p.dw.com/p/2pych
Eröffnung von Salma Wasserkraftwerk Afghanistan Besuch Narendra Modi
انځور: DW/A.Mutmaien

د افغانستان او هندوستان ترمنځ دوهم هوايي دهلېز د کابل او ممبی ترمنځ سوداگريز مسير پرانيزي، په داسي حال کي چي لومړي هوايي دهلېز کابل له دهلی سره پيوند کړی دئ.

له هندوستان سره د دوهم هوايي دهلېز د پرانيستلو په مراسمو کي د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع خوني مرستيال وويل چي په ممبی کي به د افغانستان د ميوو بيه دوه برابره سي او دا افغان سوداگرو ته گټه رسوي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع خوني وياند صيام الدين پسرلي د آلمان خبري آژانس (ډي پي آې) ته ويلي دي چي له کابل څخه ممبی ته په لومړي پرواز کي به ۴۰ ټنه وچه او تازه ميوه او د دارو بوټي انتفال سي.

د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ لومړی هوايي دهلېز د روان کال په جون مياشت کي پرانيستل سوی او په اونۍ کي يو وار پرواز کيږي. په دې ترڅ کي تر اوسه پوري په ۵۲ پروازونو کي۱۵۵۲ ټنه سوداگريز توکي هند ته انتقال سوي دي.

د افغانستان اصلي سوداگريز توکي وچه او تازه ميوه، دارويي بوټي، لاسي غالۍ او څرمن دي.

دغه هوايي دهلېزونه افغان سوداگرو ته ښه امکانات برابروي، خو ځيني وختونه ستونزي هم لري. د لومړي هوايي دهلېز تر پرانيستلو لږ وروسته افغان سوداگرو شکايت وکړ چي څو ټنه ميوه ئې په کابل هوايي ډگر کي خرابه او ضايع سوې ده.

پسرلي ويلي دي چي د دغو ميوو د خرابېدو دليل له يوه هوايي قراردادي شرکت سره د انتقال په برخه کي د ناکافي پلان لرل ول، ځکه يې نو اوس له يوه بل هوايي شرکت سره قرارداد کړی دئ.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع خوني وياند صيام الدين پسرلي وويل چي د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداگرۍ حجم په کال کي ۶۰۰ ميليونو ډالره دی، چي د دوهم هوايي دهلېز په پرانيستلو سره به هغه نژدې يو ميليارد ډالرو ته ورسيږي.