1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له ترکمنستانه ګاز واردوي

۱۴۰۱ مرداد ۳, دوشنبه

د طالبانو حکومت اعلان کړی دی، چې له ترکمنستان څخه به زرګونه ټنه مایع ګاز افغانستان ته وارد او بازارونو ته وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/4Eand
Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
انځور: DW/H. Safi

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې دي، چې د حکومت د اقتصادي سکټور په غونډه کې هوکړه شوې ده، چې ترکمنستاني شرکتونو ته به اجازه ورکړل شي، چې د حیراتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې افغانستان ته مایع ګاز وارد کړي.

ویل شوې دي چې له ترکمنستان مایع ګاز د افغانستان بندرونو ته رارسیدلي او ژر به د هيواد بازارونو ته ورسیږي.

وروسته له هغې چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې پورته ولاړې په افغانستان کې هم د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.

اوسمهال د هيواد په بازارونو کې یو کیلو مایع ګاز ۸۵ افغانۍ پلور کیږي، چې د بیو له لوړوالي مخکې یو کیلو مایع ګاز په شاوخوا ۶۰ افغانۍ پلورل کیدو.