1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان له ایران سره خپله پوله وتړله

۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنیت شورا خبر ورکړی چې د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره یې له ایران سره موقتاً تګ را تګ بند کړی دی. دغه اقدام په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د دریو احتمالي پیښو تر ثبت وروسته اخیستل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3YEqT
Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور: Tanha

نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۳مه نیټه) د افغانستان د ملي امنیت شورا پر خپله رسمي ویبپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره یې له ایران سره په موقتي توګه هر راز تګ راتګ بند کړی دی. د افغانستان حکومت وروسته له هغې په دغه اقدام لاس پورې کړ چې همدا نن په  غربي هرات ولایت کې له ایران څخه د راغلو کسانو په منځ کې درې تنه یې په احتمالي توګه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د موقتې مودې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت سره هر ډول (هوايي او مځکنی) تګ راتګ بند کړ.»

کرونا هغه خطرناکه ویروس دی چې د چین په هیواد کې یې له ډیر شمیر انسانانو قرباني اخیستې او د بلې خوا ویل کیږې په ایران هیواد کې هم د یادې ناروغۍ د خپریدو خبر ورکړل شوی. د رپوټونو له مخې په ایران کې د کرونا ویروس له کبله تر اوسه پورې اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۴۳ تنه نور بیا په دې ویروس اخته شوي دي. د ایران د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د خپریدو په هکله وویل: «ویروس له چین څخه د [ایران] قم ښار ته راغلی دی. د قوم یو سوداګر چې د ویروس له کبله مړ شوی، چین ته یې دوامدار سفرونه درلودل...د دواړو هیوادونو ترمنځ پروازونه متوقف شوي خو نوموړي غیر مستقیم پروازونه نیولي وو.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې خبر پاڼه کې همدا راز راغلي چې افغانستان ته د کرونا ویروس د راتګ د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول شي. خبرپاڼه کې راغلي: «د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې قنسولي خدمات محدود کړي او له هغه هیواده وغواړي څو، د افغانانو د ایستلو (دیپورټ) لړۍ ودروي.»

Schweiz Afghanistan-Konferenz 2018 in Genf | Hamdullah Mohib, Sicherheitsberater Afghanistan
انځور: picture-alliance/Keystone/S. di Nolfi

سربیره پر دې د امنیت شورا، د خوراکي او سوداګریزو توکو د ستونزې د حل له پاره د سوداګرۍ او کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې چې د بدیلې لارې په توګه له مرکزي آسیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډیره کړي. خبرپاڼه وايي: « په همدې ترتیب د سوداګرۍ او کرهنې وزارتونو ته سپارښتنې وشوې، څو د راتلونکو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي اسیا له هیوادونو سره د تجارت او ټرانزیټ د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.»

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي له پاره د افغانستان سربیره، عراق، ترکیې، او اردون هیوادونو هم له ایران سره تګ راتګ محدود کړی دی.