1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له اماراتو څخه لوبه وګټله

۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان د کرکیټ د شپاړس کلنو ځوانانو لوبډلې د «آسیایي چیلنج کپ» په سیالیو کې خپله دریمه لوبه وګټله. دې ډلې د اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه. دا د افغانستان د لوبډلې دریمه پر له پسې بریا ده.

https://p.dw.com/p/14Fmf
انځور: ACB

د اماراتو لوبډلې د پچې تر گټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه. د متحده عربي اماراتو لوبډلې د مالدیف او بوتان په پرتله ښه لوبه وکړه او په ۳۰ اورونو کې ئې ټوله لوبډله د ۱۱۰ منډو په جوړلو وسوځیده.

د افغانستان له لوري طارق خان د خپلې سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي او شفیع الله محمد او جاوید احمدزي هر یو درې، درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډله د تیرو لوبو په څیر ډیره ښه ونه ځلیده او د لوبډلې پیاوړي منډې جوړونکي په پر له پسې توگه وسوځیدل. خو بیا هم افغان لوبغاړو د لوبو د کابو کولو له پاره خپلې هلې ځلې جارې وساتلي او د لوبې په ۲۸ اوور کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره پر دې وتوانیدله چې ټاکلي هدف ته ورسیږي.

د افغانستان له لوري سید حکیم ۲۳ منډې، عمران خان ۲۰ منډې، شفیع الله محمد ۱۹ منډې او طارق خان ۱۳ منډې ترسره کړې. خو شفیع الله د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاته شو. د سه شنبې د ورځې د لوبې غوړه لوبغاړي شفیع الله محمد وبلل شو.

د افغانستان د کرکیټ بورډ د اجرائیوي مشر نسیم الله دانش، په وینا د اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکول اسانه کار نه وو، ځکه چې متحده عربي امارات یو پیاوړې لوبډله لري.

افغان لوبډلې د آسیایي چلنج کپ په سیالیو کې خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړي دي. تر دې مخکې مالدیف او بوتان هم افغان لوبډلې ته لوبې بایللې وي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان به خپله څلورمه لوبه د مارچ د میاشتې پر ۷مه نیټه له چین سره تر سره کړي.

سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش