1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان سعودي عربستان ته ستره ماتې ورکړه

سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۱, چهارشنبه

د افغانستان د کرکیټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د آسیا د غوره جام یا پریمیر لیگ سیالیو کې د سعودي عربستان د ۱۹ کلنو ملې لوبډلې ته په ۲۷۷ منډو ماتې ورکړه. تر دې مخکې افغانستان مالیزیا او متحده عربي اماراتو ته هم ماتې ورکړې وې.

https://p.dw.com/p/1DlrW
انځور: Getty Images

د آسیا د غوره جام سیالیو په ترڅ کې د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان لوبډلې د سعودي عربستان لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه. افغانستان تر ټاس یا پچې گټلو وروسته پخپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ۴۸ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۲۶ منډې وکړې. افغان بیټسمنان یا توپ وهونکي د تیرې دوو لوبو په څیر ډیر ښه وځلیدل.

د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې طارق ستانکزي جوړې کړې. هغه پر ۶۷ توپونو د درې شپږیزو او پنځه څلوریزو په مټ ۶۷ منډې وکړې. بل توپ وهونکی راشد خان وو چې پر ۳۹ توپونو یې ۴۸ منډې وکړې. همداشان د شاهدالله او وحیدالله شفق ۴۱، ۴۱ منډې هم د پام وړ وې. دغه لوبې په کویت ښار کې تر سره کیږي.

په ځواب کې د سعودي عربستان لوبډله د افغان بالرانو یا توپ اچوونکو پر وړاندې داسې وبریښده لکه د اوبو پر وړاندې د شگو بند. افغان بالران تر دې دمخه له مالیزیا او متحده عربي اماراتو سره په سیالیو کې هم ډیر ښه ځلیدلي دي.

افغان بالرانو وشو کولای چې د سعودي عربستان ټوله لوبډله په ۲۱ اوورنو کې د ۴۹ منډو په جوړولو سره وسوځوي. سعودي عربستان خپله لومړنۍ وېکټه هغه وخت له لاسه ورکړه چې اېله یې یوه منډه جوړه کړې وه. همداشان د عربستان دویم، دریم او څلور لوبغاړي په پرلپسې ډول د ۱۸ په مجموعي منډو وسوځیدل. او په همدې ترتیب یې په یوه لوبغاړي پسې بل لوبغاړی له لاسه ورکاوه. د سعودي عربستان لوبډلې آن ونه شو کولای چې پنځوس منډې وکړي او په دې ترتیب د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د سعودې عربستان لوبډلې ته په ۲۷۷ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپ اچوونکو کې تر ټولو زیات نوین الحق ښه وځلید. هغه په ټوله کې د سعودي عربستان شپږ لوبغاړي وسوځول. هغه د خپل پنځم اور په لومړي، دوهم او دریم توپ پرله پسې درې لوبغاړي وسوځول او «هیټرک» یې وکړ. د افغانستان له لوري راشد خان بل توپ اچوونکی وو چې د سعودي عربستان دوه لوبغاړي یې وسوځول. نوین الحق د چهارشنبې ورځې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. د آسیا د غوره لیگ سیالیو د چهارشنبې د ورځې په یوه بله لوبه کې نېپال مالیزیا ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه.

دا د افغانستان دریمه پرله پسې لوبه ده چې گټي یي. افغانستان په خپله لومړنۍ لوبه کې مالیزیا ته ډیره سخته ماتې ورکړه. دغه لوبه چې د نومبر میاشتې پر نهمه نېټه تر سره شوې وه افغانستان په لسو ویکټو د مالیزیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. د مالیزیا ټوله لوبډله په ۳۷ اوور کې افغانستان ته د ۱۰۲ منډو په هدف ټاکلو سره وسوځیده. افغانستان دغه ټاکلی هدف په لسم کې اوور کې په داسې حال کې پوره کړ چې هیڅ کوم لوبغاړی یې لاسه نه وو ورکړی.

افغانستان خپله دوهمه لوبه د متحده عربي اماراتو سره تر سره کړه. په دغه لوبه کې افغانستان د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۳۰۲ منډو ماتې ورکړې وه. افغانستان په دغه لوبه کې په ټاکل شویو پنځوسو اوورونو کې ۳۸۹ منډې جوړې کړې وې. خو د متحده عربي اماراتو ټوله لوبډله په ۳۱ اوور کې د ۸۷ منډو د جوړولو وروسته وسوځیده.

افغانستان به بله لوبه د جمعې په ورځ له نېپال سره وکړي او تر هغې وروسته به خپله پنځمه لوبه له کوربه لوبډلې کویت سره کوي. که چیرې افغانستان دغه دواړه لوبې وگټې نو د ۲۰۱۶م کال د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته به لار ومومي. نېپال هم تر اوسه خپله درې واړه لوبې گټلي دي. د ۲۰۱۶م کال د کرکیټ د ‍۱۹ کلنو نړیوال جام لوبو کوربه توب بنگله دیش پر غاړه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب