1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان دي د ياغيانو د ورتگ مخنيوی وکړي»

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزیر له افغان ولسمشر څخه غوښتي دي چې د پاک-افغان پر پوله خپل امنیتي تدابیر پياوړي کړي، څو افغانستان ته د هغو یاغیانو د ورتگ مخه ونیول شي چې په شمالي وزیرستان کې تر عملیاتو وروسته له دغه هیواده تښتي.

https://p.dw.com/p/1CJdM
انځور: REUTERS

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ هم په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد خپلو عملیاتو دوام ورکړ. دا دریمه ورځ ده چې پاکستاني سرتیري په دغه سیمه کې د یاغیانو پر ضد عملیات کوي چې په پایله کې یې تر اوسه پورې۱۹۰یاغیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ تر هغه وروسته چې یاغیانو د کراچۍ پر هوایي ډگر باندي يرغل وکړ او په لسونو تنه یې ووژل، له افغانستان سره پر پوله د طالبانو پرضد عملیات پیل کړل. امریکا متحده ایالاتو تل پر پاکستان غږ کړی دی چې په دې سیمه کې یاغیان وځپي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د یاغیانو تښتېدل د پاکستان پوځ یوه اصلي اندېښنه ده. ځکه نور د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، افغان ولسمشر حامد کرزي ته تلیفون کړی دی او له هغه څخه یې غوښتي دي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله باندي امنیتي تدابیر لا پیاوړي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندي آغلي اسلم، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې افغانستان ته د یاغیانو د تیښتي مخه بايد ونيول شي: «لومړي وزیر نواز شریف، ولسمشر حامد کرزي ته تیره شپه تلیفون وکړ، چې پوله وتړي، څو یاغیان نه وکولای شي د پوځي عملیاتو پر مهال افغانستان ته وتښتي.»

هغې زیاته کړې ده چې دغه پیغام تر دې دمخه افغان پوځیانو ته هم رسول شوي وو چې په خپله خاوره کې د یاغیانو د هغو پټنځایونو پر ضد عملیات وکړي چې ورڅخه د پاکستان د حکومت پر ضد عملیات کیږي. میرمن اسلم روښانه کړې ده چې تر اوسه پوري په دې اړه د ولسمشر کرزي له ځوابه خبره نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو امریکایي قوماندان جنرال جوزف دانفورد، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې که څه هم امریکایي ځواکونو له پاکستان سره خپل عملیات نه دي همغږي کړي، خو بیا هم چارواکو له افغانانو سره د خپلو استخباراتي معلوماتو د شریکولو کچه لوړه کړې ده.

دغه امریکایي پوځي قوماندان روښانه کړې ده چې په سیمه کې میشت افغان او امریکایي پوځیان پر شمالي وزیرستان باندي د هوایي بریدونو هر ډول تاثیراتو ته چمتو دي.

امریکا متحده ایالاتو تل له پاکستان څخه غوښتي ول چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو د پټنځایونو پر ضد عملیات وکړي خو پاکستان تل دغه غوښتنه ردوله او ویل به یې چې پوځ یې د هیواد په نورو برخو کې په عملیاتو بوخت دی.

دانفورد روښانه کړې ده چې په شمالي وزیرستان کې د هوایي بریدونو تر پیلیدو وروسته، یو شمیر پاکستانۍ کورنۍ افغانستان ته گډه شوې دي. هغه زیاته کړې ده: «افغان او زموږ ځواکونه په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد د عملیات له تاثیراتو سره مبارزه کولو ته چمتو دي.»

دانفورد ویلي دي چې اوس د دې هڅي رواني دي، چي روښانه شي له پاکستان څخه د پوځي ماموریت د پیلدو په پایله کې څومري کورنۍ افغانستان ته را اوښتي دي.