1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان دوبۍ ته پیاز صادروي

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

په متحدو عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وايي چې له یوه شرکت سره د تړون پر اساس به په روانه میاشت کې شاوخوا۷۰۰ متریک ټنه پیاز دوبۍ ته صادر شي. په ورته وخت کې پاکستان بیا د افغانستان د انارو پر صادراتو مالیې لوړې کړي.

https://p.dw.com/p/3RJ4c
Symbolbild: Obst und Gemüse in Plastikverpackung
انځور: Reuters/L. Niesner

په متحدو عربي اماراتو کي د افغانستان سفارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د  اکتوبر میاشتې۱۵مه نیټه) خبر ورکړی چې له یوه شرکت سره د تړون پر اساس به په روانه میلادي میاشت کې له افغانستان څخه شاوخوا ۷۰۰ متریک ټنه پیاز متحدو عربي اماراتو ته صادر کړل شي.

افغانستان په تیرو کلونو کې د خپلو کرهنیزو حاصلاتو له پاره د بازار موندنې په برخه کې یو لړ اقدامات عملي کړي دي، خو بیا هم بزګر وايي چې زراعتي توکي یې په هيواد کې ښه بازار نه لري.

په متحدو عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: «د تړون پر بنسټ به افغاني صادروونکي کمپنۍ په روانه میاشت کې ۷۰۰ متریک ټنه پیاز متحده عربي اماراتو ته راوړي.» په متحدو عربي اماراتو کې افغان سفارت همدا راز وايي چې د جنرال قونسلګرۍ او تجارتي آتشې په ګډو هلو ځلو به د هر موسم میوې لکه انار او نورې تازه میوې د افغانستان څخه د اماراتو مارکیټونو ته راوړل کیږي .

د پیازو لومړۍ صادراتي محموله به د کانتينرونو په ذريعه له کابل څخه دوبۍ ته وليږل شي چې د ۶ ورځو په موده کي به د دوبۍ حمريه بندر ته ورسيږي. دا په خپل وار تر ننه پوري له افغانستان څخه دوبۍ ته تر ټولو لويه صادراتي جوپه ده.

د افغانستان تازه میوې د آلمان بازارونو ته رارسیدلي

په ورته وخت کې افغان چارواکو خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې د انارو د حاصلاتو د راټولولو پرمهال، ګاونډي هیواد پاکستان دغه هیواد ته د انارو پر صادراتو باندې مالیې لوړې کړي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او صناعیو خونې مشر نصرالله دویچه ویله ته په یوه مرکه کې په دې هکله وویل: «انار دي که انګور، سږ کال پاکستان پر موږ باندې محصول درې چنده لوړ کړی دی.» د هغه په خبره تر دې مخکې به پاکستان د هر موټر پر سر ۸۲ زره او درې سوه روپۍ مالیه اخیسته او سږ کال یې دغه مالیه ۲ لکه او ۴۲ زره روپیو ته لوړه کړې ده. د نوموړي په خبره سږ کال زموږ د انارو او انګورو سوداګرو زیان کړی دی.

په ورته وخت کې افغان حکومت بیا نړیوالو بازارنو ته د افغانستان د کرهنیزو توکو د صارداتو د ډیریښت خبره کوي. افغانستان تر دې مهاله د هوايي دهلیزونو له لارې هندوستان، عربي هیوادونو، د مرکزي آسیا هیوادونو، چین، ترکیې او یو شمیر اروپايي هیوادونو ته خپل صادراتي توکي صادر کړي دي. افغان حکومت ټینګار کوي چې په راتلونکې کې به دغه لړۍ لا پسې پراخه کړي.