1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د کرکيټ نړیوال جام ته لار وموندله

مسعود جهش۱۳۹۲ مهر ۱۲, جمعه

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې د اکتوبر میاشتې پر دوهمه او څلورمه نیټه د شارجې د کرکيټ په نړیوال لوبغالي کې د کینیا ملي لوبډلې ته په دوو پنځوس اوریزو لوبو کې په پرله پسې ټوگه په ماته ورکولو سره نړیوال جام ته لار وموندله.

https://p.dw.com/p/19tg5
انځور: DW

افغان لوبډلې کینیا ته په خپله لومړۍ لوبه کې د اکتوبر میاشتي پر دوهمه نېټه په اتو ویکیټو ماته ورکړه. د اکتوبر میاشتې پر څلورمه نیټه هم افغانستان ډیر ښه وځلید او په اوو ویکټو یې خپلې سیالې لوبډلې کینیا ته ماته ورکړه.

د افغانستان او کینیا تر منځ لوبه کې افغان کپتان محمد نبي عيسی خیل پچه وگټله او پخپله یې د توپ اچولو پریکړه وکړه. کینیا په ۴۳.۳ اورونو کې یوازې د ۹۳ منډو په جوړولو وتوانیده او د پنځوسو اورونو تر پوره کیدو مخکې یې ټول لوبغاړي وسوځیدل. افغان توپ اچوونکی حمید حسن، کریم صادق، محمد نبي عيسی خیل هر یو د دوو کینیايي لوبغاړو په سوځولو او حمزه هوتک د دریو تنو په سوځولو باندې وتوانیدل.

که څه هم کینیا د افغانستان له پاره يو کښته هدف (۹۴) ټاکلی وو او د لوبې په پیل کې داسې ښکاریدل چې افغانستان به په ډیري اسانۍ سره دغه هدف پوره کړي خو افغان لوبغاړي هغه وخت تر یو څه فشار لاندې راغلل چې محمد شهزاد تر یوې منډې جوړلو وروسته وسوځید. تر شهزاد وروسته اصغر ستانکزی د نهو منډو او نوروز منگل د ۱۹ منډو تر جوړولو وروسته له لوبې ووتل. خو تر هغه وروسته چې افغان کپتان محمد نبي عیسی خیل میدان ته راغی او له حشمت الله شهیدي سره یې ښه ملگرتیا پیل کړه پر افغان لوبډلې فشار له منځه ولاړ او افغانان وتوانیدل چې په شلم اور کې ځان ته ټاکل شوي هدف ته ورسوي او په دې ترتیب سره نړیوال پنځوس اوریز جام ته لار ومومي. محمد نبي عیسی خیل په دې لوبه کې ۴۶ او حشمت الله ستانکزي ۱۳ منډې جوړي کړې.

افغانستان تر دې مخکې هیڅ کله هم پنځوس اوریز نړیوال جام ته لار نه ده موندلې خو دوه ځلي د کرکیټ شل اوریز نړیوال جام ته وتلی دی. کارپوهان په دې باور دي چې افغان لوبډله د پنځوس اوریزو لوبو په پرتله په شل اوریزو لوبو کې ډیر ښه ځلیږي خو د کینیا پر وړاندې د دغې لوبډلې وروستیو دوو لوبو وښووله چې افغانانو په وروستیو کلونو کې د کرکیټ په برخه کې ډیر پرمختگ کړی دی.

په دې بریا سره اوس افغانستان پنځوس اوریز نړیوال جام ته خپل چمتوالی پیلوي. دا به په دې معنی وي چې دغه لوبډله به د کرکیټ د نړۍ له لومړۍ درجه لوبډلو لکه استرالیا، هندوستان، پاکستان، انگلستان، سویلې افریقا او نورو لوبډلو سره ولوبیږي.

د افغانستان او کینیا تر منځ په وروستیو دوو پنځوس اوریزو لوبو کې افغان توپ اچوونکی حمید حسن چې تر ۱۴ میاشتو دمي وروسته یې بیرته نړیوال کرکیټ پیل کړی دی، ډیر ښه وځلید. هغه د کینیا پر وړاندې په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې څلور کینیایي لوبغاړي وسوځول او په دوهمه لوبه کې یې دوه کینیایي لوبغاړي له میدانه و ايستل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب