1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د مرستو له پاره يو بل کنفرانس رابولي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۰, شنبه

افغان حکومت وايي چي نوي جمهور رئيس ته د واک تر سپارلو وروسته به د «متقابل جواب ويلو» په اړه د افغانستان د ژمنو د تازه کولو او نورو مرستو د راجذبولو په خاطر يو ستر نړيوال کنفرانس جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/1BxXV
انځور: picture-alliance/dpa

افغان حکومت په تيرو دوولسو کلونو کي په نړيوالو مرستو پوري تړلی وو او د دغه هيواد د ملي بوديجې ډيره برخه اوس هم دغه مرستي پوره کوي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۰) په کابل کي د افغان حکومتي چارواکو او مرسته کوونکو هيوادونو له استازو سره په يوه غونډه کي وويل: «نن په دغه گډه غونډه کي په توکيو کنفرانس کي د افغان حکومت له خوا د سوو ژمنو د پرمختگونو او د بل کنفرانس له پاره د تياري نيولو راپور وړاندي کيږي.»

زاخېلوال د نوي کنفرانس د ځای او جوړېدو په اړه څه نه وويل، خو ټينگار يې وکړ چي يو اصلاحاتي حکومت رامنځته سوی دی چي کولای سي مرسته کوونکو ته له افغانستان سره د مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکي.

له افغانستان سره د مرستو له پاره وروستی نړيوال کنفرانس په توکيو کي تر سره سو او افغانستان په دغه کنفرانس کي ژمنه وکړه چي له اداري فساد سره مبارزه کوي او د مرستو په مصرفولو کي د روڼوالي په اړه به نړيوالي ټولني ته راپور ورکوي.

د توکيو په کنفرانس کي مرسته کوونکو افغان حکومت ته وويل چي دغه مرستي نوري بې قيد و شرطه نه دي. د نړيوالو مرسته کوونکو تر ټولو مهم شرط د اداري فساد له منځه وړل او د مرستو پر ځای مصرفول وو.

خو افغان حکومت بيا په وارو وار ټينگار کړی دی چي تر ټول ستر فساد په هغو مرستو کي دی چي مستقيماً له بهرنيو کمپنيو سره کيږي. خو مرسته کوونکي بيا وايي چي افغان حکومت تراوسه پوري د دغو مرستو د مصرفولو له پاره کافي ظرفيت نه لري.

د افغانستان د ماليې وزير زاخېلوال وويل چي د توکيو په کنفرانس کي د مرسته کوونکو له خوا د ټاکل سوو ۱۷ شاخصو څخه ۱۶ يې پوره سوي دي: «افغان حکومت د توکيو کنفرانس له ۱۷ ژمنو څخه ۱۶ يې په بشپړه توگه عملي کړي دي او د يوې بلي په برخه کي هم پرمختگ سوی دی. دا ډيره ستره خبره ده.»

زاخېلوال وويل چي افغان دولت په حکومت کي د اداري سيستم د لا ښه کولو له پاره نوي قوانين تدوين کړي او په يو شمېر برخو کي يې اصلاحات راوستي دي. د معادنونو قانون، د مالياتو قانون، د ماليوتو د ادره کولو قانون، له پيسو پټولو سره د مبارزې قانون او د تروريزم له تمويل سره د مبارزې قانون هغه قانونونه ول چي نړۍ له افغانستان څخه غوښتل.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يان کوبيش هم د دغو قانونو تصويب په راتلونکې کي له افغانستان سره د نړيوالو د مرستي د دوام له پاره يوه ستره بريا وبلله. کوبيش وويل چي د افغانستان ولسي او مشرانو جرگه توانېدلي دي چي په يوه مناسب وخت کي دغه قانونونه تصويب کي.

هغه وويل د دغو برياوو سره سره بيا هم چلنجونه سته: «موږ تاسو ټول پرمختگونه وينو د بېلگې په توگه د سړ پر سرعايد چي لوړ سوی دی. موږ دغه راز د چيلنجونو په اړه هم پوه يو چي زموږ په مخکي يې خنډونه پيښ کړي دي.»

د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي دغه راز د افغانستان هغه تياري هم وستايله چي له مخي يې د سولي په فضا کي قدرت نوي حکومت ته سپارل کيږي.