1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د فيفا د عادلانه لوبي جايزه وګټله

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۲۴, سه‌شنبه

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا، کریستیانو رونالدو د نړۍ غوره فوټبالر نومولی دی. پر دې سربیره دې سازمان د افغانستان لوبډلې ته هم د «عادلانه لوبي» جایزه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/1Aq7v
انځور: Olivier Morin/AFP/Getty Images

د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون په ۲۰۱۳ کال کې د عادلانه لوبې جایزه (Fair Play Award) گټلې ده. دغه جایزه د دوشنبې په شپه د سویس په زوریخ ښار کې د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون مشر کرام الدین کریم، ته ورکړل شوه. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دغه جایزه ترلاسه کوي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي دي چې افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې عادلانه لوبه د خپل کار په مرکز باندې بدله کړې وه چې دغه موضوع د افغان لوبډلې په ټولو لوبو کې د هغې له بریاوو څخه معلومیږي.

فیفا ویلي دي چې افغانستان پر ستونزو سربیره هم توانیدلی دی چې په ۲۰۱۳ کال کې د فوټبال یو لیگ پيل او هڅه یې کړې ده چې په دې هیواد کې فوټبال نوره هم وده وکړي. فیفا په عین حال کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو لوبې ته هم اشاره کړې ده چې افغانستان د درو گولو په وهلو سره هغه گټلې وه. د دغې لوبې کوربه هم افغانستان وو.

د افغانستان ملي لوبډلې په دې وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې ده. دغې لوبډلې په ۲۰۱۳ کال کې د سویلي اسیا د فوټبال اتلولي هم وګټله او د دغو لوبو کپ یې افغانستان ته يووړ.

د کال غوره لوبغاړی

د کال غوره فوټبالر کريستيانو رونالدو
د کال غوره فوټبالر کريستيانو رونالدوانځور: picture-alliance/dpa

فیفا په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ د غوره فوټبالر جایزه کریستیانو رونالدو ته ورکړه. دغې جایزې ته همداراز فرانسوی لوبغاړی فرانک ریبري چي اوس د آلمان په بايرن مونشن کي لوبه کوي، او لیونل میسي، هم نومول شوي ول.

رونالدو د دغې جایزې د ترلاسه کولو پر مهال وویل: «له ټولو مننه. زه غواړم له ملي لوبډلې، له خپلې کورنۍ او همداراز له ټولو څخه چې دلته حاضر دي مننه وکړم.» رونالدو زیاته کړه: «زه د دغې شیبې په اړه د خبرو کولو له پاره کلمې نه لرم.» تر دې مخکې رونالدو په ۲۰۰۸ کال کې هم د نړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې وه.

د آلمان د بایرن مونشن لوبډلې لوبغاړي فرانک ریبري، هم د رونالدو او میسي تر څنګ د دې چانس لاره چې دغه جایزه وګټي. هغه په بایرن مونشن لوبډلې کې په ۲۰۱۳ کال کې ډیرې لاس ته راوړني لرلې.

میسي تر دې مخکې د څلور واري پرله پسې د نړۍ د غوره فوټبالر جایزه ګټلې ده. خو هغه سږ کال د دې جایزې په ګټلو و نه توانید.

آلمان د فیفا درې جایزې وګټلې

د آلمان د بایرن مونشن لوبډلي روزونکي د کال د غوره روزونکي جایزه وګټله. پر دې سربیره د آلمان د ښځو د فوټبال روزنکې هم د فیفا یوه جایزه خپله کړه. په عین حال کې د آلمان د ښځو د فوټبال ګول ساتونکې هم له فیفا څخه یوه جایزه ترلاسه کړه.