1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د طالبانو د وروستۍ اعلامیې هر کلی وکړ

حسین سیرت/ خلیل الرحمن امید۱۳۹۲ بهمن ۲۸, دوشنبه

د افغانستان د یو شمیر طالبانو د وروستۍ اعلامیې هر کلی وکړ. د طالبانو د یو شمیر پخوانیو غړو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ول چې افغانان باید د پاکستان، تاجکستان او نورو هیوادونو په شان سولې ته لاس رسی پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/1BASS
انځور: dapd

د افغانستان حکومت وایي چې د گاونډیو هیوادونو د استخباراتي کړیو له لوري د سولې د پرمختگونو پر وړاندې خنډونه جوړیږي او دغه هیوادونه د عملي خبرو اترو د پیلیدو له پاره همکاري نه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چاورو وزرات ویاند احمد شکیت مستغني، د دوشبنه په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «اوس هم موږ نیوکې لرو په دې خاطر چې هغه همکارۍ چې د سولې په برخه کې لازمې وې د سیمې هیوادونو په خاصه توګه پاکستان په افغانستان کې د سولې د رامنځته کیدو په برخه کې په صادقانه توګه نه دي کړې او حد اقل باید د سیمې هیوادونه د سولې د رامنځته کیدو د خبرو اترو په برخه کې خنډونه جوړ نه کړي.»

څو ورځې تر مخه د طالبانو د یوې ډلې غړي معتصم آغا جان، د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې وه. په دغه اعلامیه کې راغلي وو چې جگړه د حل لار نه ده او د جگړې ښکیل اړخونه باید د خبرو اترو له لارې یوه تفاهم ته ورسیږي. دغه خبرپاڼه زیاتوي: « یوه غونډه په وروستيو وختونو کې د ملا اغاجان معتصم ترمشرۍ لاندې د متحده عربي اماراتو په ښار کې جوړه شوه. له نيکه مرغه د غونډې ټولو ګډون والو په يوه خوله په افغانستان کې د افغانانو تر منځ د خپلمنځي مصالحت په برخه کې د سوله ییزو هڅو پر ارزښت او اړتيا ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د پخوا په څېر خپل چمتو والی وښود.»

د بهرنیو چارو وزرات ویاند ښاغلي مستغني، په دې اړه وویل: «موږ هغه پریکړه چې د طالبانو د رهبرۍ شوری له خوا په شمول د ملا آغا جان معتصم او لکه څرنگه چې ویل شوي دي د طالبانو د یو شمیر مهمو غړو له خوا صادره شوې ده، هر کلی کوو او دغه گام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې په بهیر کې ارزښتناک او مثبت ارزو.»

د جمهوري ریاست ماڼۍ هم د طالبانو د دغې اعلامیې هر کلی کړی دی او د ملي امنیت شورا هم دغه پیغام ارزښتناک بللی دی.

خو یو شمیر کارپوهان بیا په دې آند دي چې ملا آغا جان معتصم اوس د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی نه دی او نه شي کیدای دا د طالبانو دریځ اوسي.

د سیاسي چارو د شنونکي معین مرستیال، په باور وسلوال طالبان پر دوو ډلو ویشل شوي چې یوه یې د معتصم اغاجان او بله یې هم د ملا محمد عمر ډله ده.

مرستیال دغه دواړه ډلې په ټکر کې بولي او وايي چې د ملا اغاجان معتصم له خوا تل سولې ته لیوالتیا ښودل شوې ده: «د معتصم اغا جان دغه خبرې د افغانستان دسولې پر پروسې باندې مثبت اثرات لري اما تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې هغه ډله طالبان چې د ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندې ده هغوی څه تصمیم نیسي، ځکه چې د افغانستان د قضایاوو په برخه کې ډیر تصمیم نیوونکې د ملا محمد عمر کسان دي چې حتی په پاکستانې طالبانو هم د هغه رهبریت او مشر توب منل شوی دی.»

دغه سیاسي شنونکی وايې چې د اغا جان معتصم ډله که څه هم لویه نه ده خو بیا هم د سولې د رامنځته کیدو په برخه کې د هغه له لوري لوی اقدام بولي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکیدل د سولې د عملي پروسې له پیل کیدو سره مشروط کړي دي. د ولسمشر کرزي په وینا امریکا او پاکستان کولای شي، په افغانستان کې سوله تأمین کړي.

د افغانستان او پاکستان د چارواکو تر منځ وروستۍ خبرې اترې د ترکیې په پلازمینه انقره کې په درې اړخیزه غونډه کې تر سره شوې. په دغه غونډه کې دواړو هیوادونو د تروریزم پر وړاندې د جدي مبارزې پر سر ټینگار وکړ. خو دغې ناستې هم د عملي خبرو اترو د پيل کیدو له پاره کوم پیغام نه درلود.