1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: سخت ژمی او د سون توکو لوړې بیې

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایې، په بې ساري توګه د هوا سړېدو سره همهاله د سون توکو بیې هم خورا لوړې شوي. د سون توکو بیې لوړېدو اصلي لاملونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3W8MU
Afghanistan Winter | Schnee in Kabul
انځور: DW/G. Adeli

شاوخوا ۵۶ کلن عبدالله چې له کلونو په کابل کې ژوند کوي او د یوه خصوصي دفتر دروازه ساتونکی دی، دویچه ویله ته وویل په تېرو لسو کلونو کې یې دومره سوړ ژمی نه ؤ تجربه کړی. په عمر پوخ دغه سړی د سون توکو بیې ملا ماتوونکي بولي. هغه وویل: «حیران یو څه وکړو دومره پیسې ګټو چې ځان ته خواړه پرې اخلو اوس د یو کیلو غاز بیه نیږدې سل افغانیو ته رسیږي، دولت هم هیڅ توجه نه کوي. له یوې خوا د هوا سختیدو له امله ناروغي ډیره شوې له بلې خوا د سوخت مواد  دومره قیمت شوي چې زمونږ وس نه رسیږي»
میاشت وړاندې کابل کې یو کیلو اوبلن غاز په ۵۰ افغانیو پلورل کېده خو اوس یې بیې ۸۵ افغانیو ته لوړې شوي، دغه راز د یو خروار لرګیو بیه هم نیږدې اته زره افغانیو ته رسېدلې.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکي محمد خان دویچه ویله ته وویل، د سون توکو بیو لوړېدو له امله په کابل کې ژوند سخت شوی. هغه زياته کړه: «په ګاونډ کې مې داسې خلک پیژنم چې حتی د سهار او ماښام خوراک لپاره څه نه لري، د غاز او لرګیو رانېول خو ډیره ليرې خبره ده. واورو او ترڅنګ یې د غازو او لرګیو قیمتونو لوړیدو د غریبو او نادارو خلکو ژوند لا نور له کړاوونه ډک کړی»
د سوداګری او صنایعو خونې وايي، افغانستان د کال شاوخوا ۶۰۰ زره ټنو اوبلن غاز ته اړتیا لري خو دلته یواځې د ۵۵ زره ټنه غازو زیرمه کولو ظرفیت شته چې ان د یوې میاشتې اړتیا هم نه شي پوره کولای.
د اوبلن غاز د واردونکو ټولنې رییس آزرخش حافظي دویچه ته وویل، په کافي اندازه د ستراتیژیکو زیرمو نشتوالی هر کال ددې سبب کیږي چې د سون توکو په ځانګړې توګه د غازو بیې لوړې شي.
«اوسمهال ترکمنستان او ازبیکستان کې هم پر سوداګرو د غازو بیې لوړې شوي چې دا ټول فشار بیرته پر عامو پېردونکو راځي.»
 ښاغلی حافظي زیاتوي د ۵۵ زره ټنه غازو د زیرمه کولو په شته ظرفیت کې یواځې ۱۷ زره یې په دولت پورې اړه لري، نور ټول ظرفیت خصوصي سکټور رامنځته کړی.
نوموړی پر دولت نیوکه کوي چې د ستراتیژیکو زیرمو په برابرولو کې پاتې راغلی او ان خصوصي سکتور سره هم په دې برخه کې همکاري نه کوي.
سوړ ژمی او د سر زیان
افغانستان کې روان ژمی د سون توکو بیو لوړېدو ترڅنګ د سر درانه زیانونه هم لري. د کندهار ولایت چارواکو ویلي په سپین بولدک او د کندهار په ښار کې بارانونو کورونه نړولي چې له امله یې ۸ کسان مړه شوي.
دغه راز، هلمند کې هم د کورونو چپه کېدو درې کسه او د هرات په ادرسکن او انجېل ولسوالیو کې واورو او برفکوچونو شاوخوا اته کسه وژلي.
د سختو واورو ورښت او د لارو تړل کېدل
هاخوا د سختو واورو او توپان له امله نن د دوشنبې سهار (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ ۱۳مه) د سالنګ لویه لار تړل شوې. دغه راز، د افغانستان له شمال څخه رپوټونه وايي چې بامیان ولایت کې د شیبر کوتل د پروان ولایت له خوا، حاجي ګک کوتل د میدان وردګ له خوا او د کرمان او قوناق کوتلونه د سختې واورې او توپان له امله تړل شوي.
اسماعیل شاکر – کابل