1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د افغان-ترک ښوونځیو د چلوونکو پر ضد اقدام کوي

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د انقرې د خوښي یو بنسټ ته یې په دې هیواد کې د فعاله «افغان ترک» ښوونځيو د چارو سپارلو پریکړه کړې ده. تر دې مخکې دغه ښوونځي د داسې یوه سازمان له خوا چلول کیدل چې د انقرې پوره اعتماد یې نه لاره.

https://p.dw.com/p/2YizC
Türkisch-afghanisches Internat für Mädchen in Herat
انځور: DW/H. Hashimi

د «افغان ترک ګاګ روزنیزې غیرې دولتې موسسې» پر اقدام ښايي د ترکیې حکومت هغه هڅه وي چې غواړي تر خپل هیواد دباندي هم د امریکا میشته فتح الله ګولن، پلویان له چارو لیري کړي. ویل کیږي چې دغه موسسه په فتح الله ګولن پوري تړلې ده چې ورباندي تیر کال په ترکیې د ناکامې کودتا تور لګیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې «د افغان ترک ګاګ روزنیزي غیري دولتې موسسه» د افغانستان د پلازمېني کابل، مزارشریف، کندهار او هرات کې ښوونځي چلوي او له ۱۹۹۵م کال راهیسې فعاله ده.

د افغانستان د ښووني او روزنې سرپرست وزیر شفیق صمیم، ویلي دي چې د ترکیې حکومت له افغانستان څخه غوښتنه کړې وه چې دغه ښوونځې دي د «واکیف» په نوم روزنیر خیریه سازمان تر کنترول لاندي راشي. هغه زیاته کړې ده چې د انتقال بهیر به په تدریج سره وي، خو کوم ترکی روزونکی به له هیواد څخه و نه ایستل شي.

هغه د دوشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «ترکي ښوونکي زموږ مېلمانه دي او تر اوسه پوري داسې کومه پریکړه چې هغوی دې و ایستل شي، نه ده شوې.»

صمیم روښانه کړه چې ښوونکي به خپل کار ته دوام ورکړي.

«د افغان ترک ګاګ روزنیزې غیري دولتي موسسه» مشر نومان ارودغان، ویلي دي چې لا تر اوسه پوري هغوی ته د حکومت له خوا په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي، خو که داسې کومه پریکړه وشي نو دی به یې پر ضد اقدام وکړي. هغه زیاته کړې: «موږ د ترکیې له پیښو سره هیڅ کار نه لر، زموږ هیڅ ښوونکی هم ښکیل نه دی او په دې اړه زموږ پر ضد هر ډول تور بې اساسه دی.»

تیرکال اسلام آباد ته د رجب طیب اردوغان تر سفر لږ مخکې، پاکستاني چارواکو د «پاک ترک ښوونځیو» له ښوونکو څخه وغوښتل چې له دې هیواده ووځي. اردوغان، فتح الله ګولن ترهګر بولي او له خپلو هيوادوالو يې غوښتي چې د هغه پر ضد عمل وکړي.

ترکیې له ۲۰۰۴م کال راهیسې له افغانستان سره شاوخوا یو میلیارد ډالر پرمختیایي مرستي کړي دي. دغه هیواد همدا اوس هم د ناټو د «پریکړنده ملاتړ» ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ۵۰۰ سرتیري لري.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: