1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د اسیا په اتلولۍ کې له پاکستان سره لوبیږي

سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۷, چهارشنبه

د آسیا جام د اتلولیو په لومړۍ ورځ سریلانکا، پاکستان ته ماتې ورکړه. د چهارشنبې په ورځ دویمه لوبه د هندوستان او بنگله دیش تر منځ ده او د پنجشنبې په ورځ به د افغانستان او پاکستان د لوبډلو تر منځ لوبه وشي.

https://p.dw.com/p/1BFVW
انځور: DW/T:Saeed

د آسیا جام د اتلولیو په لومړی لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلې په ۱۲ منډو پاکستان ته ماتې ورکړه. په پيل کې سریلانکا پچه یا ټاس وگټله او خپله یې بېټنگ یا منډو جوړولو ته ملا وتړله. دې لوبډلې په پنځوسو ټاکل شویو اوورنو کې ۲۹۶ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې د ۲۹۷ منډو هدف وټاکه. که څه هم د سریلانکا لومړی لوبغاړ ژر وسوځید خو دویمه ویکټه یې تر ۲۰۴ منډو جوړولو ولویده. د سریلانکا په لوبغاړو کې تر ټولو زیاتې منډې لهیرو تیري ماني جوړې کړي. هغه په ۱۱۰ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې. د سریلانکا بل لوبغاړی کومار سنگاکار وو چې ۶۷ منډې یې جوړې کړې. بل لوبغاړی اینجول متیوز وو چې پر پنځوسو توپونو یې ۵۵ منډې وکړې او د لوبې تر پاېه پورې و نه سوځید.

له لومړي سره داسې بریښده چې ښایي پاکستان دغه منډې جوړې نه کړای شي. خو د پاکستاني بېټسمېنانو یا توپوهونکو اکمل او مصباح الحق منډې د پام وړ وې. اکمل پر ۷۴ توپونو د ۷ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مټ ۷۲ منډې جوړې کړې. همداشان مصباح هم ۷۳ منډې وکړې. کله چې ۴۳ اوور وو نو د پاکستان څلور لوبغاړي سوځیدلي ول او ۲۴۲ منډې یې لرلې. داسې بریښده چې ښایي پاکستان برلاسی شي خو د سریلانکا بالر یا توپ اچوونکي ملنگا د پاکستان هیلې په اوبو لاهو کړې او د پاکستان پاتې ټول لوبغاړي ډیر ژر ژیر يو پر بل پسې وسوځیدل. ملنگا د ټولې لوبې په اوږدو کې د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول. د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۸.۵ اوورنو کې د ۲۸۴ منډو په جوړولو سره وسوځیده.

د آسیا جام اتلولۍ په هرو دوو کلونو کې تر سره کیږي. دغه اتلولۍ به د پاکستان، بنگله دیش، هندوستان او سریلانکا د ملي لوبډلو تر منځ تر سره کیدې خو د سږنۍ اتلولۍ خاص ټکی دا دی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله هم په دغه اتلولۍ کې د لومړي ځل له پاره برخه اخلي.

د مهال ویش له مخې دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۲۶مه نیټه) د هندوستان او بنگله دیش د لوبډلو تر منځ تر سره کیږي او د پنجشنبې په ورځ به دریمه لوبه د افغانستان او پاکستان د لوبډلو تر منځ وشي. د فبرورۍ د میاشتې پر ۲۸مه نیټه به د هندوستان او سریلانکا تر منځ لوبه تر سره شي. همداشان افغانستان به خپله دویمه لوبه د مارچ د میاشتې پر لومړۍ نیټه د بنگله دیش لوبډلې سره وکړي. د مارچ د میاشتې پر دریمه نیټه به افغانستان خپله دریمه لوبه د سریلانکا او د مارچ د میاشتې پر پنځمه نیټه خپله څلورمه لوبه د هندوستان د لوبډلې پر وړاندې تر سره کړي. هره لوبډله به څلور لوبې وکړي. او د مارچ د میاشتې پر اتمه نیټه به پایلوبه تر سره شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل