1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان د چمن دروازې پر پرانیستلو موافقه کړې

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۰, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د پنجشنبې په ورځ به د چمن دروازه بيرته پرانيزي. د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي دغه دروازه دوې اوونۍ دمخه تړل شوې وه. هند ويلي دي چي د افغاني سوداگرو مېوې به په الوتکو کي هند ته انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/1Jt7f
انځور: Reuters

له هغه وروسته چې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د چمن دروازې ته څیرمه د یوه لاریون په ترڅ کښې د پاکستان بيرغ ته اور واچول شو، پاکستان دغه دروازه وتړله، اوس افغانستان او پاکستان حکومتونه د دروازې پر خلاصون هوکړې ته رسیدلې دي.

دغه دواړه ګاونډي هیوادونه په بیلابیلو مسئلو، لکه د پاکستان له خوا د طالبانو د ملاتړ د تور پر سر د اړیکو له ترینګوالي سره مخامخ دي.

د پاکستان ملیشه ځواکونه وايي چې د چمن دروازه به د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شي. د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي دغه دروازه له ۱۳ ورځو راهیسې د تګ راتګ او د سوداګریزو چارو پر مخ تړله شوې ده.

دغه دروزاه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ یو له مهمو لارو څخه شمیرل کیږي چې په ورځني ډول زرګونه خلک پرې تګ راتګ کوي. دغه دروازه د سوداګرۍ له پاره هم ډیره مهمه ګڼل کیږي.

د پاکستان د ملیشو له خوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کښې راغلي دي چې دغه پریکړه د چهارشنبې په ورځ د دواړو هیوداونو د دولتي چارواکو تر بریالیو خبرو اترو وروسته پرانیستل کیږي.

په ورته وخت کښې، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال، خان جان الکوزي له دویچه ویله سره په یوه مرکه وویل چې پاکستان تل له دغې دروازې د فشار الې په توګه کار اخلي. هغه زياته کړه چې د دروازې د تړل کیدو له امله د تازه میوو او نورو سوداګریزو توکو سلګونه موټر د پولې دواړو خواوو ته بند پاتي دي.

[No title]

د الکوزي په وینا چې په ورځني ډول لس زره ټنه تازه او وچه میوه پاکستان او د پاکستان له لارې هندوستان ته لیږل کیږي او د لارې د تړل کیدو له امله زیاتره تازه میوه د لمنځه تلو له خطر سره مخامخ ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه همدا راز وايي چې د دروازې د بندو له امله د دواړو خواوو سوداګرو ته شاوخوا ۲۵۰ ميلیونه ډالر زیان رسیدلی دی. دوی همدار راز وايي چې پاکستان ټول نړیوال قانونونه تر پښو لاندي کړي.

هغه وايي چې د پاکستان په پوله کښې بند پاتي دغه توکي به هند ته د هوا له لاري ولیږل شي او تر اوسه دوه ځله تازه میوه د هوا له لارې هند ته انتقال شوې. الکوزی زیاتوي چې هندوستان له افغان سوداګرو ګمرکي مالیات نه اخلي او د مرستو ژمنه یې کړې ده.