1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان د سولې په اړه خبرې پیلوي

۱۳۹۱ تیر ۳۰, جمعه

پاکستان او افغانستان پر دې راضي شوي دي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه منظمې خبرې له سره پیل کړي. د پاکستان لومړي وزیر د افغانانو او طالبانو تر منځ د غونډو په جوړولو کې د مرستې ژمنه هم وکړه.

https://p.dw.com/p/15blD
انځور: picture alliance / Photoshot

دغه درې اړخیزه غونډه چې تیره ورځ په کابل کې جوړه شوې وه، پکښې د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کمیرون، د پاکستان لومړي وزیر راجه پرویز اشرف او افغان ولسمشر حامد کرزي گډون کړی وو. حامد کرزی او راجه پرویز اشرف پر دې راضي شوي دي چې د دواړو هیوادونو د سولې کمیسیونونه به هم خپل منځي غونډې تر سره کړي.

تر دې وړاندې د دواړو هیوادونو له خوا د سولې کمیسیونونه جوړ شوي وو خو په کابل کې د برهان الدین د رباني تر وژل کیدو وروسته دغو کمیسیونونو خپلې غونډې ودرولې. افغان دولت د پاکستان پر استخباراتي ادارې تور پورې کاوه چې د برهان الدین رباني په وژنه کې ئې لاس درلود.

په ۲۰۱۴م کال له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته د افغانستان په ثبات کې د پاکستان رول ته په مهمه سترگه کتل کیږي. له یوه طرفه د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکي ټینگیدای شي او له بله پلوه داسې اټکلونه هم کیږي چې گواکې وسله وال یاغیان د دغه هیواد په قبایلي سیمو کې سنگرونه لري.

خو افغان چارواکي په څرگند ډول پر اسلام آباد تور لگوي چې لوړ پوړو طالبانو ته په لاس رسي کې ورسره مرسته نه کوي. کابل وایي چې د طالبانو لوړپوړي مشران په پاکستان کې میشت دي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او دا هم وایي چې د دوی په خاوره کې د طالبانو مشران حضور نه لري.

تیره ورځ د پاکستان لومړي وزیر راجه پرویز اشرف په کابل کې خبریالانو ته وویل: «پاکستان د لارې د برابرونکي رول لوبوي. که پاکستان په دې برخه کې هر رنگه مرسته کولای شي، دوی به ئې وکړي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هغه د دې ډاډمنتیا ورکوي چې پاکستان د هیڅ رنگه ترهگرو ملاتړ نه کوي. د هغه په وینا دا د هغوی (پاکستان) په گټه نه ده او دا کار زغملای هم نه شي.

دواړه مشران پر دې هم راضي شول چې د سولي د عالی شورا مشر صلاح الدین رباني به د یوه پلاوي په مشرې د سولې د خبرو اترو په موخه پاکستان ته سفر وکړي. صلاح الدین رباني د خپل پلار تر وژل کیدو وروسته د اپریل په میاشت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر په توگه وټاکل شو. د نوموړې شورا د مشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته پاکستان ته دا د هغه لومړی سفر دئ.

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چې د سولې پروسه د افغانستان له پاره تر ټولو مهم کار دئ او دا کار اوس هم د افغانستان په مهمو لومړیتوبونو کې راځي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم