1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان د سولي کمېسيون جوړوي

۱۳۸۹ بهمن ۷, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، محمود قريشي نن وويل چي هيواد يې له افغانستان سره په ګده د پوځي او ملکي چارواکو يو کمېسيون جوړوي ترڅو په سيمه کي د امن او ثبات لپاره زيار وباسي.

https://p.dw.com/p/Qvy7
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشيانځور: Abdul Sabooh

قريشي په اسلام اباد کي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره په ګډه خبري غونده کي وويل: « موږ موافقه وکړه چي د بهرنيو چارو وزيرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په سطح يو دوه اړخيزه کمېسيوين جوړ کړو.»

زلمی رسول نن سهار پاکستان ته ورسيد ترڅو د دواړو هيوادونو ترمينځ د خپل منيځي اړيکو ټنيګښت، همکاري او په سيمه کي د سولي او امن د راوستلو په موخه له پاکستاني مشرانو سره وګوري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي زياته کړه:« په دغه کمېسيون کي به د دواوهيوادونو د بهرنيو چارو، استخباراتي او پوځي چارو چارواکي ګډون ولري.هغه وويل:« دغه دواړه اړخونه به د خپلو دغو چارواکو په مرسته پر هغو لارو چارو باندي خبري وکړي چي څنګه کولای سي سيمي ته ثبات راوړي.

که څه هم وورسته له هغه چي په پاکستان کي د ولسمشر آصف علي زرداري او د هغه ګوندي ملګري يوسف رضا ګيلاني په مشري ملکي حکومت رامنځ ته سو، د کابل او اسلام اباد اړيکي تر يوې کچي ښيي سوي، خو لا تراوسه د هغوي ترمنح د ناباورۍ فضا ټينګه ده.

ويل کيږي چي د طالبانو په شمول د هغو وسلوالو اورپکو چي د افغاسنتان په دننه کي د نړيوالو او افغان ځواکونو پر ضد جګړه کوي، هډې د پاکستان په دننه کي پرتې دي.

افغان حکومت له پاکستان څخه په وار وار غوښتي دي چي د دغو اورپکو د فعاليتونو مخه ونيسي.

د افغاسنتان ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ، کله چي يې د خپل هيواد پارلمان پرانيست په وينا کي نه يوازي پر اورپکو باندي ږغ وکړی چي د سولي له بهير سره يو ځای سي، بلکه وويل چي د افغاسنتان د ناکررايو ريښي د افغانستان د پولي بلي خوا کي اوبه کيږي.

خو پاکستان تل د داسي تورونو پر ضد دريځ نيولی او وايي چي دغه هيواد خپله د ترهګرو د فعاليتونو قرباني دي او د هغوی پر ضد جګړه کي تر اوسه ،پوري څه د پاسه 2420 سرتيري له لاسه ورکړي دي.

په اسلام آباد کي له زلمي رسول سره قريشي خپلي نني خبري «ښې او روغونکي وګنلې.» او وويل چي، هغه د دواړو هيوادونو ترمنح د اعتماد د فضا په رامنځ ته کولو کي مرسته کوي.

قريشي وويل: «موږ په خپلو خبرو کي موافقه وکړه چي په څپلو اړیکو کي يو نوی فصل پرانيزو. موږ د یو بله سره یو وار بیا ژمنه وکړه چي د تروریزم پرضد به په ګډه توګه مبارزه کوو. او اوس وینو چي په دې لاره کي زموږ هیوادونه پر سمي خوا روان دي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول وویل چي، په سیمه کي د سولي پروسه تر اوسه پوري ډيره ستونزمنه وه، خو اوس« موږ د دغه هدف لپاره پر سمه لاره روان یو.»

هغه د افغانستان د سولي په پروسه کي د پاکستان ونډه مهه وګنله. رسول د خپل هیواد د ملي پخلایني پروګرام ته په اشارې سره وویل چي« هغه طالبان چي خپله وسله پر مځکه کښېږدي او له تروریستي شبکو لکه القاعدې سره خپل تړاو وشلوي،هغوی هرمور د دغه پروسې یوه برخه ګرځي.»

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو دغه خبري اتري یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چي د افغانستان نوی پارلمان پرانیستل سو.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل