1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغانان په کابل کي د خونړۍ چاودني د قربانيانو په ماتم کي

۱۳۹۶ خرداد ۱۱, پنجشنبه

په کابل کي تر خونړۍ چاودني يوه ورځ وروسته، افغانان د قربانيان په ماتم او د ۹۰ جنازو په ښخولو مصروف دي. د افغانستان استخباراتي ادارې د دغي مرگوني چاودني پړه پر حقاني شبکې او گاونډي هيواد پاکستان اچولې ده.

https://p.dw.com/p/2dxQZ
Afghanistan Kabul Selbstmordattentat Trauer
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د چهارشنبې په ورځ ناوخته ماښام په يوه خبري اعلاميه کي وويل: «د نن ورځي د يرغل طرح د پاکستان د استخباراتي سازمان (آي اس آی) په مستقیم ملاتړ حقاني شبکې جوړه کړې وه.»

حقاني شبکه چي ډيری وخت په افغانستان کي د دغه شان بريدونو مسئوليت پرغاړه اخلي او له وسله والو طالبانو سره له نژدې همکاري کوي، تر اوسه پوري ئې د دې خونړۍ چاودني په اړه څه ويلي نه دي. وسله والو طالبانو هم په دې پيښه کي لاس لرل نه دي منلي. تر اوسه هيچا د دغي پيښي مسئوليت منلی نه دئ.

افغانستان له څو کلونو راهيسي پر پاکستان تور لگوي چي د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي او پر افغانستان باندي دې ته ورته تورونه لگوي.

افغان چارواکو ويلي دي چي په کابل کي د چهارشنبې ورځي په چاودنه کي چي چاودېدونکو مواد په يوه ټانکر کي ځای پر ځای سوي ول، ۹۰ کسان وژل سوي او شاوخوا ۴۶۰ نور ټپيان سوي دي.

نه پيژندل سوي قربانيان

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وياند محمد اسماعيل کاووسي ويلي دي چي د قربانيانو د پيژندني پروسه د پنجشنبې په ورځ له سره پيل سوې ده. هغه ويلي دي: «پر دې سربيره به د ځينو جسدونه هيڅ وخت پيدا نه سي، ځکه ټوټه ټوټه سوي دي.»

هغه زياته کړې ده چي «تر لسو او پنځلسو پوري لاس او پښې» موندل سوي دي. د بدن دغه غړي د هغو قربانيانو نه دي چي تر اوسه پيژندل سوي دي. هغه ويلي دي چي احتمال سته د قربانيانو شمېر زيات سي.