1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د خيل هيواد راتلونکي ته د شک په سترګه ګوري

۱۳۸۷ آبان ۷, سه‌شنبه

آيشيافونډيشن په خپله کلنۍ نوې نظر پوښتنه کي ښي چي افغانان د اوزګارۍ او لوړو بيو له وجي راتلونکي ته بدبينه دي

https://p.dw.com/p/FipY
د افغانستان په شمال کي يوه ډله اوزګاره خلګ
د افغانستان په شمال کي يوه ډله اوزګاره خلګانځور: picture-alliance /dpa

د آيشيا فونډيشن يا د آسيا د بنسټ، سروې څرگنده کړې ده چي په افغانستان کي د هغو خلکو کچه راټيټه سوې ده، چي وايي د 1996 تر 2001 کاله پوري د طالبانو د حکومت د مهال په نسبت يې اوس ژوند ښه سوی دی. په امريکا کي د آسيا بنسټ يا آيشيا فونډيشن زياتوي چي دغه کچه په 2006 کال کي له 54 فيصدو څخه سږ کال 36 فيصدو ته رالوېدلې ده. د احصايې په لنډيز کي راغلي دي چي د تيرو دوو کالونو په ترڅ کي د افغانانو بدبيني زياته سوې ده.

سږ کال 38 په سلو کي د احصايې برخوال وايي چي افغانستان پر سمه لاره روان دی، په داسي حال کي چي په 2007 کال کي 42 په سلو کي او په 2006 کي حتی 44 په سلو کي خلک په دغه نظر و. د هغو خلکو شمېر چي وايي افغانستان پر غلطه لار روان دی کال په کال له 21 فيصدو څخه، تېر کال 24 فيصدو ته او سږ کال 32 فيصدو ته ختلی دی.

د فونډيشن يابنسټ، په وينا له حکومت سره په ټولو اړخونوکي رضايت له 2007 راهيسي لوېدلی دی چي وايي د ښووني روزني او روغتيا په برخه کي نسبتاً خلک ډير او د اقتصاد او همداراز د فساد او درغليو د مخنيوي په ساحه کي هومره راضي نه دي.

د احصايې برخه اخيستونکي سربيره پر دې د بنيادي خدمتونو د نستوالي څخه سر ټکوي چي په دې برخه کي د برېښنا ستونزه لومړی مقام لري. په افغانستان کي زېر بنا او بنيادي جوړښتونه د درو لسيزو جنگ جگړو په ترڅ کي وران او ويجاړ سوي دي. روان اقتصادي بحران ډېري موجوده ستونزي لا پسي جدي کړي دي.

په رپوټ کي راغلي دي، چي په تېره بيا د خوراکي توکو لوړي بيي، اوزگاري او کمزوره اقتصاد د دغه ناورين پايلي دي. سربېره پر دې په رپوټ کي ويل سوي دي چي د افغان پوليسو او ملي اردو د ظرفيت او وړتيا په برخه کي د خلکو اعتبار زيات سوی دی،خو د بيان د آزادۍ احساس له 46 فيصدو څخه په 2006 کال کي 40 فيصدو ته سږ کال رالوېدلی دی چي تر ټولو عمده علت يې د شخصي مصونيت په اړه وېره بلل سوې ده. دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو په مشرۍ د پاڅون او ياغيتوب په نتيجه کي لا زيات ملکي او نظامي تلفات رامنځته سوي دي.

د راروان ژمي په درشل کي د خوراک کمښت هم يو جدي خطر دی چي په مليونو افغانان به د لوږي او مرگ سره مخامخ کوي. خو د احصايې 6593 گډون کونکو د امنيت ستونزه تر ټولو ستره ربړه بللې ده، په داسي حال چي اقتصادي ستونزي لکه اوزگاري، لوړي بيي، کمزوری اقتصاد او اداري درغلۍ هم په مهمو موضوعاتوکي راځي.

د آسيا بنسټ يا ايشيا فونډيشن يوه غيردولتي ټولنه ده چي په اسيا کې 17 څانگي لري او مرکز يې د امريکا په متحده آيالتونوکي دی چي موخه يې د ښه حکومت کولو، حقوقو او پرمختيا څخه ملاتړ دی.