1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغانان د تاوتریخوالي د ډیريدو احتمال اندیښمن کړي دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

په داسې حال کې چې افغانانو د سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي مرکه پر تلویزیون لیدله، کابل یوې پیاوړې چاودنې ولړزاوه. دا هغه وخت وو چې خلیلزاد له طالبانو سره د خپل تړون په اړه لومړني معلومات ورکول.

https://p.dw.com/p/3PPs6
Afghanistan Kabul Anschlag auf Hochzeitsfeier
انځور: AFP/W. Kohsar

د طالبانو د تیرې اوونۍ موټر بم هدف د بهرنیانو یو میشت ځاي وو، خو په دې پیښه کې د افغانانو کورونه هم ویجاړ شول. یوازې د یوې کورنۍ ۳۰ غړي – لیرې او نزدې خپلوان – په دې چاودنه کې ټپیان شول.

په ټپیانو کې یو داسې هلک هم شامل وو چې لا تر اوسه پورې یې د تیر کال یوې چاودنې له کبله تپونه په بشپړه توګه نه وو جوړ شوي.

د دې کورنۍ یوه ۵۴ کلن غړي حیات خان، وویل: «زموږ یوازینۍ هیله سوله وه، چې اوس نه راځي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په خپل تازه دریځ کې وویل چې له طالبانو سره د واشنګټن مذاکرات «مړه» شوي دي او په دې ترتیب یې د امریکا او طالب مرکچیانو تر منځ تر نهو پړاونو رامنځ ته شوی یو تړون لغوه کړ. د ترمپ دا څرګندونې د ډیرو هغو افغانانو له پاره چې د سولې هیله یې لرله، یو ښه خبر نه وو.

اوس ډیر افغانان اندیښنه لري چې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د مذاکراتو له دریدو سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی ډیر شي، ځکه امریکایي قواوو، افغان ځواکونو او طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر د یوولسمې نیټې د قربانیانو یادون کوي، افغانان د هرې ورځې په تیریدو سره خپل لا ډیر وګړي له لاسه ورکوي. خان په دې اړه وویل: «دلته بې ګناه خلک وژل کیږي او وینې بهیدل دوام لري. کورنۍ خپل زامن، مېندي او آن خپل ژوي له لاسه ورکوي. هیڅوک د دوې په فکر کې نه دي.»

خان چې لا یې هم سر د تیرې اوونې د ټپونو له کبله تړلی دی، وایي: «هغوی د چا په یاد دي؟ ایا دوی انسانان نه دي؟»

افغانان له ډیر وخت راهیسې له جګړو سره مخامخ دي. له تیرو څلورو لسیزو راهیسې په دې هیواد کې د بیلابیلو اړخونو له خوا جګړې ترسره کیږي چې په پایله کې تر بل هر اړخ ډیر، ملکي وګړي وژل کیږي.

که څه هم په تیرو اتلس کلونو کې طالبانو تر بل هر اړخ ملکي وګړو ته ډيره مرګ ژوبله اړولې ده، خو ملګرو ملتونو د روان کال په لومړيو درو میاشتو کې اعلان وکړ چې د لومړي ځل له پاره د افغان او بهرنیو ځواکونو د بریدونو په پایله کې تر نورو ډیر ملکيانو ته زیان رسیدلی دی. د دې لامل د امریکایانو له خوا د هوایي بریدونو ډیریدل دي.

اوس چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بندي شوې دي، د افغانستان د جګړې ټولو اړخونو د بریدونو د زیاتولو ژمنه کړې ده. طالبانو که څه هم ویلي دي چې اوس هم مذاکره شوي تړون ته ژمن دي، خو ګواښ یې کړی چې که واشنګټن تړون نه لاسلیکوي، نو دغه ډله به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

له بلې خوا افغان چارواکو هم تائید کړې ده چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو پر ضد عملیات پراخ شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، هم په ډاګه کړې ده چې یوازې په تیرو لسو ورځو کې تر زرو ډیر طالب جنګیالي وژل شوي دي.

ms/nz (ap)