1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال: د بلوچستان په لورلايي کي دي د مهاجرو روغتون بېرته پرانستل سي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبه

په لورلايي سيمه کې مېشت افغان کډوال وايي چې له تېرو دوو مياشتو را په دېخوا يې د کېمپ روغتون تړل سوى دى او دا چي د روغتون له تړل کېدو سره يې ماشومانو ته د يو شمېر ناروغيو د مخنيوي واکسينونه هم نه دي ورکول سوي.

https://p.dw.com/p/112vm
افغان کډوال
افغان کډوالانځور: AP

د پاکستان د بلوچستان ايالت په لورالايي كې د افغان كډوالو په کټوۍ کمپ کې دغه تړل سوى روغتون شاوخوا پنځه ويشت کاله وړاندې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د نړيوالې ادارې يا يو اين ايچ سي ار له خوا پرانيستل سوى وو، خو له تېرو دوو مياشتو را وروسته د ياد پنډغالي د مځکې د څښتن له خوا تړل سوى دی.

د دغه کمپ يو کډوال سيد محمد و ډويچه وېله ته وويل:

« په تړل سوي روغتون کې به يې تر دې وړاندې ماشومانو او د هغوى مېندو ته د ګوزڼ او ځينو نورو ناروغيو د مخنيوي واکسينونه هم ورلګول خو د روغتون له بندېدو سره يې ماشومان له واکيسنونو څخه بې برخې کړي دي.»

د کټوۍ کېمپ مېشت افغانان وايي چې يو شمېر هغه کډوال چې په نري رنځ يا ټي بي اخته دي او تر مخه يې په همدغه روغتون کې درملنه کېده، اوس بې درملنې پاتي دي. محمدعظيم نومي يوه تن د المان ږغ ته وويل:

«هر کال د هوا له تودېدو سره د دوى په کېمپ کې يو شمېر ناروغۍ خپرېږي خو سږ کال وېره لرې چې نورو سيمو ته پسې خپرې نه سي.»

يو بل افغان كډوال حاجي رحمت الله وايي چي په پنډغالي كې يې د روغتون له بندېدو څخه وروسته روغتيايي ستونځي بېخي زياتې سوې دي.

په پاکستان کي د افغان کډوالو ماشومان
په پاکستان کي د افغان کډوالو ماشومانانځور: AP

د افغان کډوالو په خبره چې وايي روغتون د حاجي هاشم په نامه يو تن چې د کېمپ مځکه خپل ملکيت بولي بند کړى دي او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د نړيوالې ادارې څخه يې د خلاصولو په بدل کې پېسې غواړي. خو بله خوا بيا نوموړي له المان ژغ راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې که يې غوښتنې ونه ومنل شي نو د ياد سوي کېمپ ښوونځي به هم بند کړي.

په اسلام اباد کې د يو اين ايچ سي ار ويانده دونيا اسلم خان هم د کډوالو د روغتون تړل کېدل مني خو وايي چې په دې اړه يې د کېمپ د مځکې له څښتن سره خبرې سوې دي او هغه يې په دې راضي کړى دى چې په دوو دريو ورځې کې به روغتون ته د خلاصېدو اجازه ورکوي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د نړيوالې ادارې يا يو اين ايچ سي ار د يو خپاره سوي راپور په اساس دا مهال د بلوچستان ايالت په بېلابېلو کېمپونوکې شاو خوا څلور سوه او نوي زره تنه افغان کډوال ژوند کوي. چې دغه اداره ورته په کېمپونو کې د زدکړو او روغتيا اسانتياوې برابروي.

حبيب الرحمن تاثير / کوټه
کتونکی: احمدولي اڅکزی