1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغان کرکټ لوبډله د آیرلند کوربه توب کوي

۱۳۹۶ آذر ۱۳, دوشنبه

په پام کي ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا سې شنبه په متحدو عربي اماراتو کې له خپلې سیالي آيرلنډ لوبډلي سره د درو یوه ورځینو لوبو سيالۍ لومړۍ لوبه پيل کړي. د لوبي کوربه افغانستان دی.

https://p.dw.com/p/2ojQX
Afghanistan Cricket Sri Lanka
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له آيرلنډ سره د درو يوه ورځنيو لوبي سيالۍ دواړو هیوادونو له پاره خورا مهمي دي. دغه دواړي لوبډلي به د ۲۰۱۹م کال په نړيوال کپ کې د گډون له پاره په ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کې په یو لړ غوراوي سیالیو کې هم گډون وکړي.

د غوراوي په سیالیو کې بریالۍ دوې لوبډلې به د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال کپ په سیالیو کې د کوربه هیواد انگلستان،استرالیا،بنگلدیش،هندوستان،نوي زیلاند،پاکستان،سویلي افریقا او سریلانکا سره يوځای گډون وکړي.

د افغانستان او آیرلنډ لوبې

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې له آیرلنډ سره لوبو ته پوره چمتووالی لري. هغوی زياته کړې ده چې د آیرلنډ پروړاندې د یو ورځینو سیالیو له پاره ملي لوبډله یوه نیمه میاشت په هند کې روزل شوې ده. د کرکټ بورډ د رسنیو مسئول فرید هوتک دویچه ویله ته وویل چې ملي لوبډله به يې ښه وځليږي: «موږ تمه لرو چې په دغو سیالیو کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله ښه وځلیږي، ځکه په روان ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي آیرلنډ کرکټ لوبډله په درو فارمټونو کې (څلور ورځنیو، شل اوریزو او یوه ورځینو لوبو کې ماته کړې ده او په یو ښه مرال سره به د آیرلند پر وړاندي د لوبې ډگر ته ور ووځو».

د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې د نورو لوبغاړو ترڅنگ راشد خان یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د آیرلنډ پروړاندي لوبه کې ورڅخه زیاته تمه ده. تیره اونۍ په متحدو عربي اماراتو کې له کوربه هیواد سره په انټرکانټیننټل کپ سیالیو کې راشد یو له هغو لوبغاړو څخه وو چې د اماراتو لوبډلې زیات لوبغاړي ېې وسوځول او هغوی یې نه پرینښودل چې د افغانستان پروړاندې زیات رنزونه وکړي. افغانستان په دغو سياليو کې انتر کانتيننتل کپ دوهم وار هم وگاټه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي

په افغان کرکټ لوبډله کې اصغر ستانکزی د کپټان په توگه، ورسره  نورعلي ځدراڼ، محمد نبي عیسی خیل، رحمت شاه، شفیق الله شفق، راشد خان، گلبدین نایب، جاوید احمدي، حمزه هوتک، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، دولت ځدراڼ،احسان الله جنت، مجیب ځدراڼ او شاهپور ځدراڼ شامل دي. همدا راز فرید ملک،افسر ځاځی او کریم جنت د اضافي لوبغاړو په توگه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره ملتیا کوي. شاهپور ځدران چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز توپ اچونکی دی د اماراتو ویزه ترلاسه کړې نه ده او تراوسه له ملي لوبډلې سره یوځای شوی نه دی.

په ورته وخت کې افغان لوبغاړو راشد خان او محمد نبي پر خپلو تویتر پاڼو په متحدو عربي اماراتو کې له میشتو افغانانو څخه غوښتي چې د دوی سیالۍ له نږدې وگوري او د ښو لوبو له پاره لوبغالي ته ورشي او تشویق یې کړي.

W.F/N.Z