1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان چارواکي وايي چې د سړک غاړې چاودنې ولسوال وژلی دی

۱۳۹۷ تیر ۱۶, شنبه

افغان چارواکي وايي چې د سړک غاړې یوې چاودنې په غربي غور ولایت کې یو ولسوالی وژلی دی. د غور د والي ویاند عبدالحی خطيبي د شنبې په ورځ وویل چې میرزا محمد ابراهیم د دې ولایت په چارسده ولسوالۍ کې وژل شوی.

https://p.dw.com/p/30zCN
Afghanistan Taliban Kämpfer in der Ghazni Provinz
انځور: Reuters

د غور د والي ویاند خطيبي د دې چاودنې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله، خو تر اوسه پورې په رسمي توګه کومې وسلوالې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

په عین حال کې په غزني ولایت کې طالبانو د پولیسو یو کاروان تر برید لاندې نیولی چې په پایله کې یې څلور پولیس سرتیري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري د شنبې په سهار د دې پیښې په هکله وویل چې د څلورو وژل شوو سرتیرو په ډله کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قوماندان هم شامل دی.

نوري زیاته کړه چې د غزني په واغیز ولسوالۍ کې د پولیسو او وسلوالو یاغیانو په دې وسلواله نښته کې شپږ یاغیان وژل شوي او اوه تنه نور یې بیا ټپیان دي. تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت هم کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.