1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان ځواکونه او طالبان د غزني ښار د کنترول ادعاوې کوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

د یکشنبې په ورځ افغان چارواکو وویل چې پر غزني ښار د طالبانو تر ډله ایز برید درې ورځې وروسته هم د طالب اورپکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د غزني ښار د کنترول پر سر شدیده جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/331sW
Afghanistan Militärmanöver in der Ghazni Provinz
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com

 د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري په دې هکله وویل چې د امنیې قوماندانۍ، د ملي امنیت قوماندانۍ او همداراز د ولایت مقام په شاوخوا کې د نن ورځې سهار مهال هم جګړه روانه ده.

په غزني ولایت کې دغه درې حکومتي ادارې د هغو مهمو ادارو له ډلې څخه دي چې امنیتي ځواکونو یې د څو ورځو راهیسې کنترول په خپل لاس کې نیولی دی. فقیري په دې هکله وویل چې د نښتو په ترڅ کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي خو د کره شمیرو په هکله یې معلومات په لاس کې نه شته.

Afghanistan Taliban-Angriff auf Ghazni
انځور: Getty Images/AFP/AFPTV

په غزني ښار کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ شخړو د حکومت له لوري په شخړو کې د سترو لاسته راوړنو وروسته بیا زور اخیستی دی. د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه ښار به د یاغیانو له حضور څخه د ورځې تر پایه پورې تصفیه شي.

په عین وخت کې په مشرانو جرګه کې د غزني ولایت سناتور محمد رحیم حسنیار د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د دې ولایت ګڼ شمیر سیمې لا هم د طالبانو په ولکه کې دي. حسنیار وړاندې زیاته کړه چې طالبانو یو شمیر حکومتي ودانیو او امنیتي پوستو ته اور اچولی دی. نوموړی زیاتوي چې د نښتو په ترڅ کې وسلوالو طالبانو د مخابراتي شبکو یو شمیر پایو ته هم اور اچولی دی.

د افغانستان په مشرانو جرګه کې د غزني ولایت سناتور همداراز ویلي چې غزني ته له کابل څخه اضافي تازه دمي سرتیري استول شوي او د روضې تر سیمې لا هم نه دي اوښتي. روضه د غزني ولایت مرکز غزني ښار په شمال شرق کې په یو یا دوه کیلومترۍ کې پرته یوه سیمه ده.

Pakistan Abgebrannte Schulen
انځور: DW/A. Sattar

دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د روانو وسلوالو نښتو له کبله د مخابراتي شبکو خدمات ځنډیدلي او د دې ولایت له چارواکو سره د تلیفون له لارې اړیکې نه ټینګیږي. ځايي رسنیو هم خپل نشرات ځنډولي دي.

طالبانو د تیرې جمعې په ورځ یعنې د اګست میاشتې په ۱۰ نیټه د غزني ښار د نیولو په موخه له مختلفو لورو پراخ بریدونه پیل کړي. غزني ولایت چې د کابل کندهار د لویې لارې پر سر پروت ولایت دی، له ستراتیژیک اړخه مهم رول لوبوي. که چیرته یاغیان د دې ولایت په نیولو کې بریالي شي، نو دغه څه به د افغان حکومت له پاره ستره ماته وګڼل شي. دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو د څو اونیو راهیسې د دې ولایت پر ګڼ شمیر ولسوالیو باندې خپل بریدونه پیل کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري په وینا د دې ولایت د خواجه عمري او اجریستان ولسوالیو مرکزونه د شنبې په ورځ د طالبانو لاس ته لویدلي دي. فقیري همدا راز ادعا کوي چې طالبانو پر غزني ښار باندې د امنیتي ځواکونو له تمرکز څخه ګټه پورته کړې او د ولسوالیو پر مرکزونو تر بریدونو وروسته، د یادو ولسوالیو د مرکزونو په نیولو کې بریالي شوي دي.