1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغان ځواک ډيرو ښکاري الوتکو ته اړتيا لري"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

افغان دولت د امریکا حکومت د هغه وړاندیز تود هرکلی کړی دئ چي وایې ډير ژر به شل جنګي جیټ الوتکي افغان هوايي قواوو ته برابري کړي. خو وايي چي دا بسنه نه کوي.

https://p.dw.com/p/14qi3
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان ددفاع وزارت هروخت ويلي دي، چي هوايي ځواک ئې په هغه اندازه الوتکي نه لري چي کورنیو پوځي ماموریتونو ته جواب ووايي.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي، د امریکا دولت افغان پوځ شلو دانو ښکاري جیټ الوتکو د اخیستلو له پاره شاوخوا درې سوه ميلیونه امریکايي ډالر بېل کړي دي.

د راپورونو له مخي د امریکا دولت یو شمیر نړیوالو شرکتونو ته وړاندیز کړی دئ چي د دغو جنګي الوتکو د برابرولو له پاره دوی ته خپل وړاندیزونه د يوې مياشتي په موده کي وسپاري.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظیمي د امریکا ددغي ژمني تود هرکلی کوي، ځکه د هغه په وينا دغه شمیر الوتکي چي افغان ځواکونو ته ورکړل سوي دي او ورکول کيږي اوسنیو حالاتو ته په کتو سره بسنه نه کوي.

د مهال ویش له مخي به د امریکا دولت تر ۲۰۱۴ کال پوري افغان پوځ ته ۱۴۶ ډول ډول الوتکي په واک کي ورکوي.

د عظیمي په خبره په هوايي ځواکونو کي د الوتکو د شمیر زیاتوالی د حالاتو له سمون سره نیغي اړیکي لري:

«افغان حکومت د دغي طرحي هرکلی کوي، دا به له ترهګرۍ سره په روانه جګړه کي د افغان عسکرو وړتیا نوره هم لوړه کړي، د یوې هوکړي له مخي به د امریکا دولت ۱۴۶ الوتکي تر راتلونکو دوو کلونو پوري موږ ته سپاري. خو پردغه ژمني باندي بايد له سره غور وشي او د الوتکو په شمیر کي زیاتوالی راشي.»

د پوځي چارو يو شمېر کارپوهان د ترهګرو د ځالو په له مینځه وړلو کي د هوايي ځواکونو رول اغیزمن بولي خو ټینګار کوي چي له بده مرغه تر اوسه پوري د افغان هوايي حریم اختیار د افغان حکومت په واک کي نه دئ.

د افغان پوځ پخوانی جنرال نورالحق علومي وايي، چي که افغان پوځ ته دغه ژمنه سوي الوتکي ورکړل سي، د کورنيو ستونزو د هوارولو له پاره به يو څه وکړي:«خو دا چي د سیمي په کچه ځواکیز انډول ولرو، دا امکان نه لري.»

رپوټونه وایې چي د امریکا دولت افغان هوایي ځواکونو ته د ۲۰ جنګي الوتکو د  اخیستلو تړون څه موده دمخه له یوه برازیلي شرکت سره لاسلیک کړی وو خو د ناڅرګندو دلایلو له مخي دا تړون لغوه شوی دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل