1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"افغان ملي پوليس اوس په مستقله توگه د عملیاتو توان لري"

۱۳۹۰ دی ۵, دوشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د دوشنبې په ورځ په کابل کي خبري غونډي ته وويل، افغان ملي پوليسو د تيري اونۍ په لړ کي له ۱۱عملياتو څخه ۴ په خپلواکه توګه ترسره کړي دي.

https://p.dw.com/p/13ZOe
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقيانځور: DW

دی زياتوي، چي ددغو عملياتو په ترڅ کي د دولت ۱۴ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۹ئې ټپيان او تر ۱۰۰ ډير نور نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند دا هم وويل، چي اوس د پخوا په پرتله د افغان ملي پوليسو د مرګ ژوبلي کچه راټيټه شوې ده.

د ښاغلي صديقي په وينا اوس افغان پوليس کولای شي، چي تر ډيره ځايه عمليات په خپلواکه توګه ترسره کړي.

«دغه هفته چي تيره شوه د تيري هفتې په مقايسه باندي زموږ عمليات ډير بريالي او تلفات مو هم ډير کم ول. ددې سبب دادی چي اوس کولای شو، په مستقله توګه او په پوره توانايي سره عمليات ترسره کړو.»

دی وايي ددغو عملياتو په ترڅ کي په فراه ولايت کي د وسله والو طالبانو يو وتلی قوماندان هم وژل شوی دئ.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند په دې خبري غونډه کي د ( سي آی پي) يا د مهمو تاسيساتو د ساتني سيمه ييزو تشکيلاتو فعاليت بندولو خبر هم ورکړ.

صديق صديقي وويل، چي دغه تشکيلات بهرنيو ځواکونو پر خپل سر د فارياب، جوزجان، سرپل او لغمان ولايتونوکي رامنځته کړي، چي د سيمي خلک ورڅخه نا خوښ ول.

ده زياته کړه، د کورنيو چارو وزير د خلکو د نارضايتي په سبب ددغو تشکيلاتو ړنګولو پريکړه وکړه.

د ښاغلي صديقي په خبره په هيواد کي اوس هم داسي خپلسره ډلي شته چي د عامو افغانانو ژوند ګواښوي.

«متاسفانه اوس هم د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کي خپلسري ناقانونه وسله والي ډلي شته، چي د خلکو د ازار او اذيت سبب ګرځي، زموږ هڅه هم داده چي دغه ډول ډلي ړنګي کړو.»

د کورنيو چارو وزارت وياند د کابل ښار د پاکوني کمپاين په اړه هم مالومات ورکړل او ويې ويل:«په دغه ښار کي د مهمو کورنيو او بهرنيو دفترونو مخ ته د سيمټي ديوالونو زياتوالی کابل ته د يوه نظامي ښار بڼه ورکړې.»

ده ژمنه وکړه چي ددغه کمپاين په لړ کي به له استثنا پرته د ټولو کورنيو او بهرنيو دفترونو څخه سمټي ديوالونه لري کړل شي، چي په دې سره به په کابل ښار کي ترافيکي ستونزي هم کمي شي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل