1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان لیکوال محمد اکرم عثمان، څوک وو؟

دويچه ويله/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

د افغان مشهور کیسه لیکونکی محمد اکرم عثمان، د پنجشنبې په شپه د ۷۹ کلونو په عمر ومړ. هغه دوې ورځې وړاندې مغزی خونریزې لرله او په روغتون کې بستر وو.

https://p.dw.com/p/1JhMZ
انځور: Akram Osman

په سویدن کې د افغان قلم کلوب غړي فتاح غفوري، دویچه ویله ته وویل چې ډاکتر اکرم عثمان دوې ورځې مخکې مغزی خونریزې لر له او د پنجشنبې د شپې پر اتو بجو ومړ.

ډیرو افغان لیکوالانو په ټولنیزو رسنو کې د اکرم عثمان د مړیني له کبله خواشینې څرګنده کړې ده، او د هغه مړینه یې د افغانستان معاصرو ادبیاتو ته یوه لویه ضایعه بللې ده.

اکرم عثمان په هرات کې زیږدلی وو او د حقوقو او سیاسي علوم په برخه کې یې زده کړې کړې وي. هغه د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې د کار سابقه لرله او د یوې مودې له پاره یې د هنر او ادبیاتو څانګې مشري پر غاړه لرله.

په سویدن کې میشت افغان فلم جوړونکی او منتقد عبدالحسین دانش، د اکرم عثمان له کارونو سره له هغه وخت راهیسې اشنا دی چې په ملي راډیو تلویزیون کې ویاند وو. هغه دویچه ویله ته وویل: «د هغه د کیسو ویلو سبک او غږ په زړونو کې ځای موند او د ډیرو کسانو په ذهنونو کې تل پاتی دی.»

دانش ویلي دي چې د اکرم عثمان په درې ژبه د کیسو ویلو سبک او لیکنې کیدای شي چې په راتلونکو کې د څیړنو یو سرچینه وي.

ډاکتر اکرم عثمان په علومو اکاډمۍ او د بهرنیو چارو په وزارت کې هم د کار سابقه لري. هغه په کابل کې د جګړو تر پیلیدو وروسته، هیواد پریښود او له خپلې کورنۍ سره په سویدن کې میشت شو.

هغه په سویدن کې هم خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړ او په دې هیواد کې د افغانستان قلم د کلوب له بنسټ ایښودونو څخه وو. هغه کسان چې دی د هجرت پر مهال پیژني وايي چې تل به د خپلو هیوادوالو په فکر کې وو.

دانش له ډاکتر اکرم عثمان سره د خپلو خبرو خاطره داسې په یادوي: «هر ځل چې به مې ورسره خبرې کولې نو تر ټولو لوی غم یې، د افغانستان د خلکو وو. هغه غربت زوراوه.»

که څه هم ډاکتر اکرم عثمان د افغانستان د سیاست او تاریخ په اړه لیکنې کړې دي، خو د افغانستان په ادبې ټولنه کې دغه افغان لیکوال د هغه د داستانونو او رومانونو له کبله پیژندل کیږي.

هغه عامیانه ژبه چې عثمان په خپلو اثارو کې کارولې ده، د ده د لیکونو ځانګړتیا بلل کیږي. دانش وایي چې د اکرم عثمان لیکنې د افغانستان په ادبیاتو کې کم ساری لري.

اکرم عثمان د «مرد ها ره قول است» او «کوچه ما» په څیر رومانونو لیکوال دی.