1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ازبکستان د پروازونو بندول دومره د انديښنې وړ خبره نه ده»

۱۳۹۸ اسفند ۱۲, دوشنبه

ازبکستان له افغانستان څخه دغه هيواد ته د ځمکې او هوا له لارې سفرونه بند کړي دي. يو شمیر افغان سوداګر وايي د تاشکند دغه اقدام له دغه هيواد سره پر سوداګريز بهیر ډير اغيز نه لري.

https://p.dw.com/p/3YjBm
Afghanistan Kam Air
کام اير هوايي شرکت مني چې د مارچ له لومړنې نيټې څخه يې له افغانستانه ازبکستان ته پروازونه بند شوي ديانځور: picture alliance/dpa/S. Sabawoon

د رپوټونو پر اساس، ازبکستان افغانستان، ايران او ايټاليا هيوادونو څخه دغه هيواد ته تلونکي پروازونه څنډولي دي. تاشکند ويلي دي چې دغه اقدام يې د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره کړی دی.

په کابل کې د کام اير خصوصي هوايي شرکت هم مني چې ازبکستان ته د دغه شرکت پروازنه بند شوي دي. 

د کام اير شرکت د سوداګرۍ څانګې مشر سليمان عمر دويچه ويله ته وويل: «د مارچ مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د ازبکستان پلازمينې تاشکند ته زموږ پروازنه بند شوي دي.»

عمر زياته کړه چې د کام اير شرکت الوتکو، تاشکند ته په اوونۍ کې درې پروازنه درلودل او دوی د پروازونو د بنديدو په تړاو د ازبکستان د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا رسمي مکتوب ترلاسه کړی.

هغه د دې تر څنګ وويل چې سعودي عربستان ته هم د دغه شرکت نورمال پروازونه بند شوي دي: «اوس زموږ الوتکې له کابل څخه سعودي عربستان ته خالي پروازونه کوي او يوازې له هغې خوا هغه افغانان چې د عمرې حج ادا کولو له پاره تللي وو، بيرته را انتقالوي.»

سلیمان عمر وايي چې کام اير شرکت د پروازونو د بنديدلو له وجې هره ورځ اقتصادي زيان ويني. هغه وايي دغه پروازونه د کرونا ويروس له امله بند شوي. خو هغه ګيله وکړه، که چيرته خبره د کرونا ویروس وي، په ايران کې د دغه ويروس پيښې لا ډيرې ثبت شوي، خو د هغه هيواد پروازونه افغانستان ته اوس هم هره ورځ په عادي ډول ادامه لري. د عمر په وينا دغه موضوع يې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې سره شريکه کړې خو د کوم اقدام نښه نه ده ليدل شوې. وموغوښتل چې په دې برخه کې د يادې ادارې نظر هم ولرو، خو د پر له پسې تيلفوني اړيکو سربيره بريالي نه شو.

Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
«ازبکستان ته تلونکې پروازونه بند شوي خو له هغې خوا افغانستان ته مالون واردات په عادي ډول ادامه لري»انځور: DW/H. Safi

خو يو شمير افغان سوداګر چې له ازبکستان سره له کلونو راهيسې سوداګريزې اړيکې لري بيا د ازبکستان دغه اقدام د خپل کاروبار په برخه کې ډير د انديښنې وړ نه بولي.

په تاشکند کې د سمير وليد سوداګريز شرکت مشر بشير احمدي دويچه ويله ته وويل: «سوداګريزې چارې د پخوا په څير په عادي ډول ادامه لري، يوازې د مساپرو پر راتلو بنديز لګول شوی دی.»

هغه وويل د دې ويره نه شته چې د مساپرو په بنديدو سره دې په افغانستان کې له ازبکستان د وارداتي توکو بيې لوړې شي.

په مزارشريف ښار کې يو بل افغان سوداګر حاجي قاسم هم وويل چې د ازبکستان هيواد دغه اقدام په نرخونو باندې کوم اغيز نه دی کړی. حاجي قاسم وويل: »نن د مزارشريف په مارکيټونو کې نرخونه عادي دي، نه دي لوړ شوي.«

دغو افغان سوداګرو دا هم وويل، هغه کسان چې له ازبکستان څخه د حيرتان بندر ته په لاريو او يا اورګاډو کې مالونه داخلوي ټول يې په ماسکونو او ځانګړو جامو سمبال دي او د دوی شمير ډير کم دی.

لا روښانه نه ده چې دغه بنديز به تر څه وخته ادامه ولري. خو حاجي قاسم وويل چې دوی له حيرتان بندر سره په اړيکه کې دي او دغه موضوع به تر نن ماښامه پورې روښانه شي.

افغانستان له کلونو راهیسې د خپل شمالي ګاونډي هيواد ازبکستان سره سوداګريز اړيکي لري. چارتراش لرګي، خوراکي مواد، تيل او د سوند ګاز هغه عمده مواد دي چې افغانستان يې له ازبکستان څخه واردوي.     

mks/bs