1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د روسيې او ترکیې غونډو ته له کوم چمتوالي سره ځي؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۴, یکشنبه

افغان چارواکي وايي، د ترکيي او مسکو غونډو کې ګډون کوي او په دې اړه چمتوالی پيل شوی. آیا حکومت تر سیاسي فشارونو لاندې دی او حکومت یادو غونډو ته له کوم چمتووالي سره ځي؟

https://p.dw.com/p/3qcZ9
Bildkombo Afghanistan l Taliban, Joe Biden und Ghani

ټاکل شوې چې د روسیې غونډه د همدې روانې اونۍ پر سه شنبه (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ ۱۸مه) پلازمینه مسکو کې جوړه شي، خو د حکومت مشورې لاهم نه دي نهايي شوي.

د ملي روغې جوړې شورا د رسنیو او عامه پوهاوي کمېسیون غړي بشیربشرمل دویچه ویله ته وویل، د مسکو غونډې ته د پلاوي پر جوړولو کار روان دی. بشرمل وویل: «د مسکو غونډې ته زمونږ استازي ورځي، د پلاوي جوړولو چاره نه ده بشپړه شوې خو کار روان دی.»

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د مسکو ناستې ته د افغانستان مطرح سیاسي مشران وربللي.

له دې ډلې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړي وايي چې ګلبدین حکمتیار د روسیې بلنه منلې او په دې ناسته کې به ګډون وکړي.

د مسکو له غونډې وروسته د افغان سولې په تړاؤ بله مهمه غونډه د ترکیې په استانبول کې جوړیږي، چې تمه ده په لوړه کچه افغان مشران پکې ګډون وکړي.

د راتلونکي حکومت طرحه

ویل کیږي چې د ترکیې په دې غونډه کې د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي بحثونه کیږي او دلته به سترې پریکړې وشي.

د ملي روغي جوړې شورا د رسنیو کمیسیون غړي بشیر بشرمل وویل، په دې شورا کې د هغې طرحې ارزولو لپاره تخنیکي کمېټه ګومارل شوې چې امریکا وړاندیز کړې. ښاغلي بشرمل په دې هکله وویل: «د ترکيي غونډه کې پردې طرحه بحث کیږي، نو ځکه په ملي مصالحې شورا کې د دې طرحې د هراړخیزې ارزونې لپاره تخنیکي ډله ګومارل شوې.»

د بشرمل په خبره د دې سلا مشورو پایلې به ډیر ژر له رسنیو سره شریکې شي.

هاخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغان حکومت د سولې هڅو ګړندې کولو په موخه د استانبول له غونډې هرکلی کوي. په دې تړاو د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره ټیلفوني خبرې کړي.

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abdullah Abdullah
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

له بهرنیو چارو وزارته په دې اړه خپره شوې ویناپاڼه وايي: «ښاغلي اتمر د افغانستان سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو کوربه توب لپاره د ترکيې چمتووالي څخه د یو با ارزښته او معتبر دوست او ملګري په توګه ستاينه وکړه او د غونډې د اهدافو، اجنډا، برخه اخیستونکو او پایلو په اړه یې د تماسونو او سلامشورو پر زیاتولو ټینګار وکړ.»

خبرپاڼه زیاتوي چې بهرنیو چارو وزیر تمه وښوده چې د ترکیې ناسته به د اوربند ټینګښت او د افغانانو د غوښتنې سره سم یوه سیاسي حل ته د رسیدو په موخه یو مثبت ګام وي.

خبرپاڼې د ترکیي د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي چې د ترکیې ناسته به د دوحې بدیل نه بلکه د هغې بشپړونکې وي. دا غونډه د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په کوربتوب په ترکیه کې رابلل شوې.

پر حکومت سیاسي فشارونه

 هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي وايي، افغان حکومت د مسکو او ترکيي غونډو ته د چمتوالي له اړخه تر سختو فشارونو لاندې دی. د نړېوالو چارو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل: «هغه مکتوب چې بلینکن ولسمشر غني ته لېږلی ؤ، دا ترټولو وروستی او سخت ضرب الاجل دی چې ولسمشر غني ته ټاکل شوی، وبه کتل شي چې هلته د امریکایانو او روسانو غوښتنه څه ده؟»

د حقپال پر وینا د مسکو غونډو ته د حکومت تګ د مجبوریت او فشار تګ دی، ځکه هلته د اوسني حکومت د سیاسي پایښت په اړه سختې پریکړې کیږي.

په مسکو کې افغان شنونکي عمر ننګیار دویچه ویله ته وویل چې د مسکو غونډې ته د پاکستان، چین او  ایران استازي هم وربلل شوي چې د ترکيي غونډې ته له بشپړ چمتوالي سره ورشي. هغه وویل: «سره له دې چې طالبانو او حکومت تراوسه هم خپل استازي نه دي په ګوته کړي چې په دې غونډو کې څوک ګډون کوي، خو په هر ترتیب د افغان جګړې دواړه ښکېلې غاړې اړ دي چې هلته ورشي.»

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

دې غونډو ته داسې مهال په ملي او نړېواله کچه چمتوالي روان دي چې یو شمېر افغان سناتورانو دې غونډو ته هیله مندي ښودلې. مشرانو جرګې پر افغان حکومت او سیاستوالو غږ کړی چې غونډو ته له یوه واحد دریځ سره ورشي.

سناتوران ټینګار کوي چې د استانبول ناسته باید په ۲۰۰۱ میلادي کال لومړي بُن کنفرانس ته ورته نه وي چې د جګړې مهم لوري ترې بهر پاتې شوي وو.

د سناتورانو پر وینا افغانستان کې د اوسنۍ شل کلنې جګړې دوام یو ستر لامل د لومړي بُن کنفرانس تېروتنې دي، چې په راتلونکو برخلیک ټاکونکو غونډو کې باید هغه تېروتنې تکرار نه شي.

اسماعیل شاکر – کابل