1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

افغان حکومت: د دولت عالي شورا تشکیلات بشپړ شوي

۱۴۰۰ خرداد ۲, یکشنبه

چارواکي وايي، ددې شورا په اړوند ټولې پریکړې وروستی شوي دي.خو د شورا په اړه یوشمېر ګوندونه نېوکې هم لري.

https://p.dw.com/p/3tpiM
Pakistan Treffen des Außenministers mit den Taliban
زموږ د آرشیف څخه یو عکسانځور: picture-alliance/AP Photo/Pakistan Foreign Office

افغان حکومت وايي، د سترو ملي پریکړو د یوې مرجع په توګه به ډير ژر د دولت مشورتي عالي شورا اعلان کړي.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال دویچه ویله ته وویل:

«ددې شورا د غړو شمېر د ۱۵ او ۲۵ ترمنځ دی او په دې اړه ټول تصامیم نهايي شوي.»

سره له دې چې ښاغلي مینه پال د شورا د اعلان نیټه ونه ښوده، خو تردې وړاندې رسنیو رپوټ ورکړی چې ښايي د همدې اونۍ پر دوشنبه د دولت عالي شورا خپله لومړنۍ غونډه وکړي.

د شورا په غړو کې څوک دي؟

رسنیو ته د رسېدلې یو نوملړ پر بنسټ، د دولت عالي شورا به ۱۸ غړي ولري، چې په هغو کې ولسمشر غني، امرالله صالح، سرور دانش، عبدالله عبدالله، حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، عطا محمد نور، فضل هادي مسلمیار، میررحمان رحماني، سید اسحاق ګیلاني، فوزیه کوفي، حبیبه سهرابي، کریم خلیلي، محمد محقق، حسینه صافۍ، فاطمه ګیلاني او عبدالرشید دوستم شامل دي.

حکومت تراوسه ددغه لیست پخلی نه دی کړی خو یوشمېر ګوندونه په دې اړه کلکې نېوکې لري.

د ګوندونو غبرګون

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي څخه د راجلا شوې ډلې د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد چې مشري یې جمعه خان همدرد کوي وايي، شورا کې بیا هم ځینې مطرحې څېرې او ګوندونه له پامه غورځول شوي.

ددې سیاسي جریان د رهبرۍ غړي فضل من الله ممتاز دویچه ویله ته وویل:

«اصلي ستونزه داده چې ددې شورا په ترکیب کې بیا هم هماغه پخوانۍ څېرې دي، چې د افغان کشالې د حل لپاره یو نوی لیدلوری نه لري.»

ددې شورا د احتمالي غړو په تړاؤ خو ان ځیني ګوندونه له حکومت سره د پرېکون ګواښ هم کوي.

د حق او عدالت په نوم د یوه ګوند مشر معین ګل څمکني دویچه ویله ته وویل، د دولت عالي شورا باید په تېرو شلو کلونو کې له رامنځته شویو ګوندونو جوړه شي.

«پخواني سیاسي احزاب تاسو ګوری چې اوس هم د نظر اتفاق نه لري او بل دا چې همدوی په جګړو کې هم ښکېل وو نو ولې له نویو مطرح ګوندونو څخه دا شورا جوړه نه شي؟»

ښاغلی څمکنی خبرداری ورکوي چې که چېرې حکومت په همدغه ترکیب سره د دولت عالي شورا اعلان کړي، نو نوي ګوندونه ښايي د افغانستان په سیاسي تعاملاتو کې د طالبانو ترڅنګ ودریږي.

یوشمېر سیاسي ګوندونه بیا ددې شورا جوړول یو سمبولک حرکت بولي او وايي ښايي د سترو پریکړو واک ورنه کړل شي.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د خپلو ټاکنیزو جنجالونو د حل په موخه په سیاسي هوکړه لیک کې د دولت عالي شورا پر جوړېدو هوکړه کړې وه، خو د یو کال په تېرېدو سره هم ددې شورا په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

هڅه مو وکړه چې ددې شورا د تشکېلاتو په تړاؤ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې شورا نظر هم واخلو، خو ددې شورا په استازولۍ یوشمېر غړو په دې تړاؤ له څه ویلو ډډه کوله.

اسماعیل شاکر – کابل